امریکا او چین د شمالي کوریا په اړه د نظر توافق ته رسېدلي

د امریکا د ملي امنیت سلاکار وايي، چې امریکا د چین په همکارۍ د شمالي کوریا پر وړاندې د مقابلې پر لارو چارو غور کوي.
جنرال مک ماسټر اې بي سي ټلویزیون ته ویلي، امریکا او چین د اوسني وضعیت د بدلېدو په تړاو همنظره دي.
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ هم وړاندې ویلي وو چې چین له امریکا سره په دې برخه کې همکاري کوي.
چین چې د شمالي کوریا تر ټولو لوی ملګری دی، د واشنګټن له خوا تر فشار لاندې دی چې د شمالي کوریا چلند بدلولو لپاره پر دغه هېواد خپل نفوذ وکاروي.
د مک ماسټر د یکشنبې ورځې څرګندونې له شمالي کوریا سره د مقابلې په باره کې د دواړو هېوادونو د همکارۍ لومړنی رسمي تایید دی.
هغه زیاته کړې، د شمالي کوریا د توغنديو وروستی ازمایښت هم د دغه هېواد له خوا د پاروونکو او بې ثباته کوونکو اقداماتو په ډله کې راځي.
د ټرمپ د ملي امنیت مشاور ویلي، "د امریکا ولسمشر په څرګنده ویلي چې امریکا او په سیمه کې ملګري به یې په اټومي وسلو سمبال یوه دښمن هېواد له خوا ګواښونه ونه زغمي."
ښاغلي مک ماسټر زیاته کړه، په دې برخه کې بین المللي اجماع شته او چین هم په دې راځي. د چین دولتي مشران پوهېږي چې نباید اوسنی وضعیت دوام ومومي.
ډونلډ ټرمپ او د چین ولسمشر د خپلې تېرې اونۍ په کتنه کې شمالي کوریا سره پر مقابلې خبرې وکړې او ښاغلي شي جین پینګ په دې برخه کې امریکا ته د "اړیکو او همغږۍ" ډاډ ورکړی دی.
د امریکا مرستیال ولسمشر مایک پنس چې اسیا ته په خپل لس ورځني سفر کې دی په جنوبي کوریا کې د امریکا په پوځي اډه کې وویل، جنوبي کوریا ته د امریکا ژمنه هېڅکله تردې کچې پیاوړې نه وه.
د برېټانیا د بهرنیو چارو وزیر بوریس جانسن هم د شمالي کوریا له خوا د توغندي وروستي ناکام ازمایښت په تړاو خبرداری ورکړی.
ښاغلي جانسن وویل، شمالي کوریا باید خپله دښمنانه چلند پرېږدي او د ملګرو ملتونو پر پرېکړه لیکونو عمل وکړي.
د چین د بهرنیو چارو وزیر د جمعې په ورځ خبرداری ورکړی و چې په سیمه کې وضعیت مخ په خرابېدو دی او هره شېبه د جګړې پیلېدو امکان شته.