دخواخوږی ادبي او کلتوري ټولني د خواشينۍ پيغام



نيټه: ٢١/١١/١٣٨٨ - ١٠/٢/٢٠١٠

په ډېري خواشينۍ سره مو خبر ترلاسه کړ چي د سالنګ په لويه لاره کې د واورو د اورښت او ښويدلو له امله زموږ يو شمير هېوادوال په حق رسيدلي او ټپيان سوي دي.
انا لله و انا اليه راجعون
د خواخوږی ادبي او کلتوري ټولني مشرتابه پلاوي او ټول غړي د دغه پيښي د غمځپلو کورنيو په غم او ماتم کې ځان شريک بولي او د لوي خداي (ج) د دربار څخه شهيدانو ته جنت الفردوس، ټپيانو ته سلامتي، روغتيا او غمځپلو کورنيو ته جميل صبر غواړي.
په درنښت،
الحاج غرزي خواخوږی
د خواخوږی ادبي او کلتوري ټولني