
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر ادعا کوي چې شاوخوا درې نیم ميلیونه افغانانو د پاکستان تذکرې یا شناختي کارتونه اخیستي دي.
د ډاون نیوز د راپور له مخې، چودري نثار پرون ویلي، د پنځه لکه ۲۵زره تنو شناختي کارتونه سر له ننه ناچله او غیر قانوني شول او د زرګونو نورو کارتونو په اړه څېړنې روانې دي.
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر باور لري چې په تېرو څو لسیزو کې درې نیم ميلیون افغانانو د پاکستان د تابعیت تذکرې (شناختي کارتونه) اخیستي دي او په پاکستان کې اوسي.
ده زیاته کړې: «سر له ننه یو لکو ۷۴زره ۱۸۴ شناختي کارتونه، چې بهرنیانو په غیر قانوني ډول اخیستي ول، لغوه شول او ۳ لکه ۵۰ زره نور چې د مشکوکو کارتونو په لېست کې شامل دي، بلاک شوي دي.»
ده ویلي، دا کسان یوازې په هغه صورت کې د تابعیت تذکرې بېرته ترلاسه کولی شي چې د پاکستاني توب کره او پوره اسناد وړاندې کړای شي.
نثار ویلي، په پاکستان کې ډېر خلک پښتو وايي خو د دې معنا دا نه ده چې هر پښتون یا په پښتو ژبه غږېدونکی دې پاکستانی وي.
چودري نثار په دې خواشیني څرګنده کړې چې په تېرو وختونو کې د بې غورۍ په وجه یو شمېر کسانو د څو روپیو په بدل کې د پاکستان د تابعیت کارتونه ترلاسه کړي خو اوس چې د پاکستان د نفوسو د احوال سیستم همږغی او سره یو ځای شوی، نور به بهرنیان د پاکستان د تابعیت تذکره ترلاسه نه کړای شي.
ده دا هم ویلي چې د بنګله دېش، عراق، هند او اندونیزیا ځینو اتباعو هم چې پاکستان ته یې پناه وړې وه، د پاکستان د تابعیت تذکرې اخیستي دي.