د امریکا مرستیال ولسمشر سوېلي کوریا ته ورسېد

د امريکا متحده ايالتونو د ولسمشر مرستيال مايک پنس د اسيا پسفيک حوزې ته د خپل لس ورځني سفر په لړ کې پرون جنوبي کوريا ته ورسېد.
دا په داسې حال کې ده چې د شمالي کوريا د رژيم اټمي او د ميزايلو پروګرامونو کړکېچ ولاړ کړى دى. پنس پرون د جنوبي کوريا پلازمېنې سيول ته په داسې حال کې ورسېد چې تر دې څو ساعته مخکې جنوبي کوريا او امريکا وويل چې د شمالي کوريا د ميزايلو توغول ناکام شول.
دا ستره ناکامي په داسې حال کې پېښېږي چې د امريکا الوتکه-وړونکې کښتۍ د کوريا ټاپووزمې خوا ته روانه ده.
ښاغلي پنس په جنوبي کوريا کې دېره امريکايي پوځيانو ته د عيسويانو د ايستر جشن په مناسبت په وينا کې وويل: "د شمالي کوريا له‌خوا د نن سهار پاروونکى اقدام د هغو خطرونو اخري خبردارى دى چې د جنوبي کوريا د خلکو د ازادۍ او د نړۍ په دې برخه کې د امريکا د دفاع په لار کې تاسې هره ورځ ورسره مخامخ ياست."
خو پوځي چارواکو ويلي امريکا په پام کې نه‌لري چې د شمالي کوريا د اټمي ازموينې يا د ميزايلو توغولو په ځواب کې د دغه هېواد په وړاندې پوځي قوت وکاروي.