د برېټانیا د بهرنیو چارو وزیر بشار اسد ترهګر وباله

د برېټانيا د بهرنيو چارو وزير بوريس جانسن د سوريې ولسمشر بشارالاسد «وتلى تروريست» وباله او ويې ويل چې روسيه لا هم وخت لري څو د استدلال سم لورى غوره کړي.
جانسن په هغه مرکه کې چې تېره ورځ سنډې ټليګراف ورځپاڼې خپره کړې، خبردارى ورکړى چې امريکا ښايي يو وار بيا پر سوريه حمله وکړي.
امريکا نهه ورځې مخکې د کيمياوي برید په ځواب کې چې ادعا کېږي د اسد ځواکونو په کې لاس درلود، د سوريې پر يوه پوځي اډه د کروز ميزايلو حمله کړې وه.
د برېټانيا د بهرنيو چارو وزير ويلي، برېټانيا او متحدان به يې نور شواهد او مدارک راټول کړي چې د جنګي جرايمو په تور د دغه کيمياوي برید عاملین قانوني تعقيب شي.
روسيه او متحد يې ايران د دولت ضد ياغيانو پر وړاندې چې امريکا او ترکيه يې ملاتړ کوي، د سوريې په شپږکلنه کورنۍ جګړه کې د اسد کليدي ملاتړي ګڼل کېږي.
د برېټانيا د بهرنيو چارو وزير بوريس جانسن په وروستيو کې د سوريې د وروستۍ کيمياوي حملې له کبله روسيې ته خپل سفر لغو کړ.