
د سوریې لپاره د بشري حقونو د څار ډله وايي چې په دغه هېواد کې پر بس موټرونو د وروستیو بمي بریدونو له کبله د وژل شوو شمېر ١١٢ تنو ته ورسېد.
په دغو بسونو کې د دولت تر ولکې لاندې دوو ښارونو څخه د سوريې وګړي لېږدول کېدل.
دغه څارونکې ډله وايي ٩٨ کسان چې له شمالي ښارګوټو څخه د راوتلو په حال کې وو، هغه وخت ووژل شول چې په چاودېدونکو موادو ډک موټر د حلب په لوېديځ کې د دوى له بسونو سره وجنګول شو.
د سوريې لپاره د بشري حقونو د څار ډلې په وينا پاتې وژل شوي کسان خيريه کارکوونکي او هغه ګومارل شوي ياغيان دي چې د بسونو ساتنه او څارنه يې کوله.
په دغو بسونو کې زرګونه هغه شيعهګان انتقالېدل چې د ولسمشر بشارالاسد ملاتړ کوي.
دوى د حلب هغو کليو ته لېږدول کېدل چې د دولتي ځواکونو او د ياغي ډلو د جګړې لومړۍ کرښې ته څېرمه پراته دي.