د غوره لیکنې وخت

لیکوالي یا لیکنه کول هغه هنر او وړتیا ده، چې هر څوک یې نه لري او هغه څوک کوم، چې له دې وړتیا څخه برخمن دي هغه هم په هر وخت کې د خپلې خوښې لیکنه نشي کولای.
له دې خبرې مې مطلب دا دی، چې هر وخت د خپلې خوښې او غوښتنې سره سمه موضوع د لیکنې په موخه نشو کارولای؛ بلکې په هر وخت کې، چې د هرې موضوع الهام راغلو، نو په همغه وخت کې یې د لیکلو په ډېر غوره ډول بشپړه او ښه وړتیا لرو او په اړوند وخت کې تر ټولو غوره لیکنه کولای شو.
دا ثابته خبره ده، که چېرې پرته له الهام او یا ذهن ته د یادې موضوع د نه راتګ په وخت کې هڅه وکړو، چې پر اړونده موضوع یوڅه ولیکو، نو دومره خوندور او غوره یې نشو لیکلای لکه څومره یې، چې د الهام په وخت کې لیکو. یعنې په ذهن بېځایه فشار راوړل او په زور سره لیکنه کول خوند نه لري؛ هغه لیکنه له خونده ډکه راځي او لوستونکي خپلوي، کومه چې په الهامي او ذهن غوښتونکي وخت کې لیکل کېږي.
هغه غزل، لنډه کیسه او یا هم بل څه، چې لیکل کېږي دا ټول له یو څه سره اړیکه پیدا کوي، د یو څه یا کوم کس په لیدلو مو یو څه ذهن ته درځي؛ یعنې ستاسو ذهن د اړوند څیز یا کس له لیدلو سره سم دې ته چمتو کېږي، چې تاسو په همدې وخت کې یو څه پرې ولیکئ او که چېرې مو په همدې وخت کې کوم څه پرې ونه لیکل، نو تاسو دا وړتیا له لاسه ورکوئ او په بل وخت کې یې بیا په لیکلو کې بند راځئ؛ یعنې که هر څومره هڅه هم وکړئ، خو بیا مو هم لیکنه ښکلې او خوندوره نه راځي او د هغې وخت د لیکلو په څېر یې نشئ لیکلای.
غوره لیکوال له ځان سره تل یوه کتابچه ګرځوي او هر کله، چې یې ذهن هرې لیکنې ته چمتو شي په همغه وخت کې په اړونده موضوع یو څه لیکي او همدا یې د بریالیتوب تر ټولو غوره ستاینه ګرځېدلای شي.