
د ترکیې خلکو پرون د اپریل په ۱۶ په اساسي قانون کې د تعدیل لپاره په ټولپوښتنه کې په پراخ ډول ګډون وکړ.
د ترکیې اناتولیا خبري اژانس له قوله د ترکیې ۸۰ سلنه خلکو په دغه ټولپوښتنه کې ګډون کړی و چې د ۵۱.۳۴ سلنه مثبتې او ۴۸.۶۶ سلنه منفي رایو له کارولو وروسته د لومړنیو پایلو له مخې بریالۍ اعلان شوه.
د ټولپوښتنې له لومړنیو پایلو وروسته د یاد هیواد ولسمشر رجب طیب اردوغان خلکو ته په وینا کې ویلي دي چې د ترکیې خلکو له خپل راتلونکي څخه دفاع وکړه.
نوموړي زیاته کړې ده چې شاوخوا ۲۵ ملیونه ترکانو په یاده ټولپوښتنه کې ګډون کړی و چې دې کار ثابته ترکیه له هر ډول ستونزو او کړکیچ څخه په بریالیتوب د راوتلو وړتیا لري.
یاده ټولپوښتنه په دې منظور تر سره شوې وه چې د اساسي قانون ۱۸ مادې تعدیل کړل شي چې په ترڅ کې یې د هیواد پارلماني نظام په ریاستې هغه واوښت او له دې سره سره یو لړ نور بدلونونه هم رامینځ ته کیږي چې بېلګه یې د ملي شورا د غړو شمیر ۵۵۰ څخه ۶۰۰ ته لوړ شو او د پارلمان لپاره د کاندیدلو عمر شرط له ۲۵ کلنۍ څخه ۱۸ کلنۍ ته راټیټ کړل شو.