په ټولنه کې دمهربانۍ مثالونه

تاسی به په ټولنه کې لیدلي اوسي ، چې ډیری خلک یو له بل سره مهرباني کوي ، نو اوس دا پوښتنه پیداکیږي ، چې مهرباني څه ته وایې او مثالونه یې څه دي ؟
مهرباني هغو ټولو اعمالو او کړنو ته ویل کیږي ، چې هغې کې دخلکو قدر او احترام شوی اوسي.
مهرباني په ډیرو فرهنګونو  او مذاهبو کې د یوه ارزښتناک څیز په توګه راغلی دی.
څرنګه چې مهرباني یو ارزښناک شی دی ؛ نو په همدې اساس ډیری خلک له نورو خلکو سره دکمک او مرستې په ډل مهرباني ترسره کوي.
له  خلکو سره مهربان اوسیدل یواځي نورو ته ګټه نه رسوي ، بلکی دغه شخص ته هم ډیره ګټه رسولی شي.
مثلاً : یوشخص تل مهربانه اوسی او هرچاته یې خیر رسیږي ، خو یو وخت دغه کس له یوې ستونزې سره مخ کیږي ، نو هغه مهال له ده سره بیا نور خلک ډیره مرسته کوي ، له هغو ستونزو یې راوباسي او هر څوک له ده سره په دې نیت مرسته کوي ، چې دا یو مهربانه او ښه سړی دی.
همداشان  مونږ او تاسی په ټولنه کې ژوند کوو ، نو دا ژوند په یوازیتوب نه ترسره کیږي ، بلکي دلته د ټولینزو اړیکو پاللو او مهربان اوسیدلو ته  اړتیا پیداکیږي .
نو که چیري یو سړی مهربان اوسي ، هغه به په ټولنه کې تر ډیره ښې او پراخه اړیکې ولري.
چې دغه کړنه هم  انسان ته په ګټه تمامیږي.
مثلاً : یو مهربانه انسان  خپله دنده دلاسه ورکوې ، نو که چیري د مهربان اوسیدو په وجه پراخه اړیکې ولرې ، نو دا شخص به د بیکارۍ څخه ډیر ونه ځوریږي او بیرته به ډير ژر یوه ښه دنده  پیداکړي.
نو نتیجه داشوه ، چې انسان باید تل مهربان ووسي ، دغه مهرباني یواځي تر انسانانو محدوده نه اوسي بلکی ان په حیواناتو ، ونو او بوټو هم مهرباني پکار ده .