بلاخره د هلک ماشوم د زېږولو لپاره یوه ښه لاره وموندل شوه!!

د هند په جنوبي ایالت« کرالا»کې د منګالام په نامه یوې ورځپاڼې د هغو مېندو لپاره چې غواړي هلک ماشوم وزېږوي شپږ وړاندیزونه چاپ کړي.
د دې لپاره چې خلک د نجلۍ پرځاې یو هلک ماشوم وزيږوي، یوې هندۍ ورځپاڼې خپلو لوستونکو ته ځینې داسې عجیبې لارښوونې کړي چې د ساینس له نظره بې بنسټه دي. ورځپاڼې مېندو ته مشوره ورکړې چې ډېر خوراک وکړي او د ویده کېدو په وخت کې لوېدیځ خواته مخ واړوي.
منګالام ورځپاڼې د خپلو روغتیايي خبرونو په برخه کې ښځو ته دا مشوره هم ورکړې چې د سهار خوراک دې نه قضا کوي او د اوونۍ پرټاکلو ورځو دې له خپل مېړه سره جنسي اړیکي جوړوي، کله چې نارینه سپرم "پیاوړی" وي. ورځپاڼې ویلي نارینه کولای شي له تیزابي خوړو څخه په ډډه کولو سره خپل سپرمونه پیاوړي کړي.
ښځو پلوي یوې هندۍ وېبپاڼې چې د "ښځوګوتې" نومېږي، دا مقاله د کېرالا ایالت له مالایالام اصلي ژبې څخه ژباړلې ده.
دغې وېبپاڼې د کنایې په ډول لیکلي "په داسې حال کې چې د ماشوم د جنسیت معلومولو په اړه ستونزمن قوانین ډېر دي، د خوښۍ خبره ده چې بالاخره د هلک ماشوم زېږولو لپاره یوه ښه لاره موندل شوې."په هند کې خلک تراوسه هم هلکانو ته د نجونو پرتله ډېر ارزښت ورکوي.
په ځینو کلتورونو کې هلکانو ته ترجیح ورکول اوږده سابقه لري، او معمولا نارینه پیاوړی جنس ګڼل کېږي چې کورنیو ته مالي ګټې راولي، په تېره بیا د والدينو د زړښت په وخت کې.