ددې حيرانونکي انځور داستان ولولئ!!!

ليکنه: نوراحمد عايل

 
 
 
 
کېداى شي دا انځور مو ډېر د کمپيوټر ،مبايل او انټرنېټ پر پاڼو ليدلى وي.
دا انځور په ١٩٩٩ زېږدي کال د اگست په ١٩ مه نېټه د (يو ايس ټوډې) عکاس مايکل کلنسي اخيستى دى.
دکوچني ماشوم لاس په انځور کې وينئ ،چې د جراح ډاکټر گوته يې په لاس کې نيولې ده. دا کوچنى ماشوم د سپاينا بيفيډا (Spina bifida)په ناروغي ( هغه ناروغي ،چې معمولا د ويټامين د کموالي له امله د مور په گېډه کې د ماشوم د ملا تير په پوره ډول نه جوړېږي او د ملا د تېر زياتره کړۍ نه سره پيوند کېږي) په ناروغۍ اخته و، دا مرض د خوارځواکۍ له امله مور زاده ورپاتې و، په داسې حال کې چې که حاملدارۍ او د جنين ودې په همدې ډول ادامه پيدا کړې واى په راتلونکو مياشتو کې د ماشوم د مرگ يا فلج کېدو خطرحتمي و،نو په همدې اساس د طبابت په تاريخ کې لومړى ځل وپتېل شوه چې په ٢١ مه اوونۍ ماشوم د مورپه رحم کې دننه د جراحى تر عملياتو لاندې ونيول شي.
ددې ماشوم نوم سامويل (Samuel Armas) او د جراح ډاکټر نوم جوزف برونر(Dr. joseph Bruner) و،دا عمليات په يوه پوهنتوني طبي مرکز University Medical Center Nashville’s Vanderbuilt کې تر سره شول
دا انځور څو،څو ځلې پر انټرنېټ بې له دې چې په داستان يې خلک وپوهېږي خپور شو، چې په اړه به يې خلکو له ګېډې څخه هر څه ويل.
د عملياتو په بهير کې دې ماشوم ( اوسني سامويل) خپل لاس د رحم له دننه څخه راويوست او د جراح ډاکټر گوته يې په لاس کې ونيوه، گوته يې داسې وروښوروله،چې ډاکټر برونر يې سخت وارخطا کړ ، صورت يې ځيږ ځيږ او وېښتان يې نېغ نېغ ودرېدل ، په دې شېبه کې د (يوايس ټوډې) عکاس چې په نړۍ کې په لومړي ځل د مور په رحم کې د عملياتو د ثبت لپاره راغلى و، ددې صحنې انځور واخيست ،چې د نړۍ عمومي افکار يې تر اغېز لاندې راوستل.
عکاس وايي زه د جراح ډاکټر په څنگ ګې ولاړ وم، او د ماشوم د مور رحم ته مې کتل ناڅاپه رحم په لړزېدا شو، غوښتل مې عکس ترې واخلم چې يو دم ترې يو کوچنى لاس راووت د جراح ډاکټر لاس يې ټينگ ونيو او ويې ښوراوه، ما خپل عکس اخيستى و، داصحنه دومره عجيبه وه، چې زما تر شاه مرستيال ډاکټر چيغه کړه واى دا څه پېښ شول!!!
دا انځور په ډېره تېزۍ سره په فاکس نيوز او د نړۍ په ډېرو رسنيو کې خپور شو
هېڅوک به هېڅکله ونه پوهېږي چې دا يو تصادف و،اوکه يوه رښتنې مننه.