د پوهنتون بري لیک په اخیستلو کې فساد او مشکلات

د لیسانس دورې دیپلوم مې واخیست، نه مې غوښتل په دې اړه څه ولیکم، که څه هم چې د دیپلوم اخیستل یوه ځانګړې خوښي لري خو کوم ډول خوشالي چې ما انځوروله هغه مې احساس نه کړه. سبب یې هم وایم:
له زده کړو څخه وروسته د بري لیک اخیستل د هر زده کوونکي او زده کړیال سالم حق دی، که کوم دولت غواړي چې هیواد او ګټو ته ژمن او خدمتګار بشري قوت ټولنې ته وړاندې کړي نو باید د هغوی په سالمه روزنه کې نه ستړي کیدونکي هلې ځلې وکړي، آن په ډېر ویاړ یې د زده کړې په وروستیو کې بری لیک ورکړي لکه څرنګه یې چې موږ د نړۍ په ازادو او خپلو ګټو ته ژمنو هیوادونو کې وینو چې تر ټولو ښه مثال یې هندوستان دی.
که چیرې دولت د له کوچنیتونه تر ځوانۍ د خپل نوي نسل په روزنه کې په ریښتیني ډول وړ ګام پورته کړي نو کله هم چې د پوهنې له تر لاسه کولو وروسته نوی نسل د هیواد خدمت ته مټې رابډ وهي په ډېر اخلاص به د خپلې خاورې خدمت وکړي.
ازادي تر پاچاهیه لا تیری کا- چې د بل تر حکم لاندې شي زندان شي!
ازادي رښتیا هم د ملت هر وګړي ته د پاچا احساس ورکوي، خو له بده مرغه چې موږ له هرې خوا د نورو په دام کې ایسار یو نو کوښښ کوو چې په هر څه کې د نورو پیښې وکړو، خو هغه د کارغه د زرکې تګ خبره ترې جوړه شي. غواړم پر اصلي موضوع خبرې وکړم؛ لومړۍ د پوهنتون له درنو ښوونکو څخه ډېر منندوی یم چې تر خپله وسه یې کوښښ کړی تر څو موږ د کادرونو په توګه ټولنې ته وړاندې کړي.
خو د ديپلوم اخیستلو کیسه کوم، ما فکر کاوه چې کله هم د لیسانس دورې زده کړې پای ته ورسیږي نو له هغې میاشت دوه وروسته به د فراغت دیپلومونه په ډېر عزت او افتخار هر فارغ ته ورکړل شي، خو خبر نه وم چې دلته فساد او ګډوډي یوازې تر ښار او کوڅې نه ده محدوده بلکه آن علمي ډګر یې تر خپلې ولکې لاندې راوستلی دی.
د لوړو زده کړو وزارت له خوا د دیپلوم اخیستلو پروسه ډېره له جنجال څخه ډکه ده تر دې چې کله هم فارغین په پوهنتون کې پر زده کړو پیښمانه کوي.
اول خو دا چې تر څو په خپله زده کړیال پوهنتون ته رانشي او د دیپلوم غوښتنه ونه کړي نو تر قیامته به یې هم په سترګو ونه ویني.
له هغې وروسته به فارغین د دیپلوم فورمونه ډکوي او د یو مقدار پیسو سره به یې په یوه دوسیه کې تدریسي مدیریت ته سپاري، کله هم چې خبره هلته ولاړه نو که چېرې یې فارغ تعقیب نه کړي دوسیه به یې همالته په تدریسي مدیریت پرته وي، او کله چې له څو ورځو تګ راتګ او هلو ځلو وروسته فارغ په دې بریالی شي چې د دیپلوم ورکولو لپاره یې د تدریسي مدیریت مامورین د هو سر وښوروي نو خبره به دا وي چې موږ یې د دیپلوم چاپ څانګې ته لیږو، حتی زموږ د ښوونې او روزنې پوهنتون د ادبیاتو پوهنځۍ د تدریسي مامورین خو دومره بد خولي وو چې موږ ته یې هیڅ د یوه تحصیل کړي شخص په سترګه نه کتل چې حتی فارغینو ته بد رد او کنځل کوي. ته به وایې چې دیپلوم د دوی د بابا شخصي مال دی او موږ یې په سوال ترې اخلو!
وروسته بیا هم څو ورځې تګ راتګ غواړي او یوه بله بهانه به وي تر څو چې وروسته مجبور شې خپل یو قدرمن استاد د واسطې په حیث تدریسي مدیریت ته راولې او هغه ورته سپارښتنه وکړي چې د دې فارغ حق ورکړی، استاذ ته به ښه ووایي خو چې کله یې هغه له سترګو پناه شي نو بیا هماغه ډول او هماغه لرګی.
زه مجبور شوم چې د ولسي جرګې یو وکیل صاحب پیدا کړم او هغه راته له وزیر څخه امر واخلي، خو کله مو چې د وزیر امر ورته ښکاره کړ، نو هغه یې هیڅ وانه خیست خو متوجه شول او وروسته یې موږ ته دوسیه راکړه تر څو د چاپ مامور ته یې وروړو، او له وزارت څخه راغلی سپین دیپلوم یې هم راکړ.
کله چې د چاپ شعبې ته راغلم نو د ټول پوهنتون د دیپلومونو د چاپ لپاره یوازې یو تن مامور ناست و چې سپین بریتونه او سګرټ یې دایم روښان و، هغه شخص دومره بد اخلاقه او خراب و چې د یوه فارغ په حیث مې یو ځل وغوښتل د دیپلوم له اخیستلو تېر شم، ځکه هلته هیڅ د انسانیت کوم څرک نه ښکاریده له هر زده کړیال او فارغ سر یې په ډېره تونده او بده رویه خبرې کولې، دغه شخصیت د یوه نالوستي موټروان څخه هم ښکته و او هر څه به چې خولې ته ورتلل بادول یې، نوموړي فکر کاوه چې د خلکو سرنوشت یې په لاس کې دی نو له ډېر تکبر څخه ورته ځان په اووم اسمان کې ښکاریده. نوموړی شخص نه په کمپیوټر سم پوهیده او نه هم په انګلیسي، وروسته له ډېرو دلایلو، کنځلو او بداخلاقیو یې راته دیپلوم چاپ کړ او ویې ویل راواړوه ۵۰ افغانۍ! بس نو نه پکې نشته هغه د پخوانیو پیسو خو پوښتنه هم نه شې کولی چې هغه څه شوې او د څه لپاره وې؟
په هر صورت آخر هم دیپلوم چاپ شي، اوس یې نو د طی مراحلو وار وي د پوهنتون له رییس صاحب سره دې خدای ښه وکړي که څه هم په پرده کې ناست وي او تر اوسه یې موږ الحمدلله مخ هم نه دی لیدلی خو د دیپلوم د امضا لپاره یې سکرترې له ما څخه یو ساعت (!) وخت وغوښت ما وې نو دا لکه ښه اوږده امضا ده چې یو ساعت وخت نیسي، خو خیر زه لږ لا بختور وم نورو ته یې یوه ورځ وخت ورکړی و، افسوس چې له موږ سره د وخت قدر نشته!
د پوهنځۍ له درانه رییس صاحب څخه یوه نړۍ مننه کوم چې په ډېره حوصله له هر چا سره برخورد کوي او زما اسناد یې راته ژر ژر لاسلیک کړل، اصلا وړ دا ده چې نوموړی د پوهنتون رییس واوسیږي، خو په یوه شرط چې باید په پرده کې کینني او همداسې لکه دا اوس چې د ټولو خدمت کوي خدمت وکړي.
وروسته به بیا له تدریسي سره په جنجال ښکیل یې، هغوی به مکتوب نه درکوي، بیا به یې د امور محصلانو مدیریت ته وړې او هلته په هغو خوارو مامورینو دومره بیروبار وي چې که زه هلته نیمه ورځ کار وکړم نو لیونی به شم.
ځینو چې په انفرادي ډول مکتوبونه اخیستي وو او د لوړو زده کړو وزارت ته یې وړي وو بیرته راوګرځول شول ځکه هلته د چارواکو صاحبانو د زحمت سبب کیدلو، بیا نو ته مجبور یې چې څو کسان په خپله پیدا کړې تر څو یوه ډله جوړه شي او دیپلومونه وزارت ته ولیږل شي. له هغې وروسته چې څوکسان پیدا شول نو بیا هم د محصلانو امریت او تدریسي مدیریت تر مینځ منډو رامنډو د مازدیګر تر څلور بجو جریان درلود تر څو سبا اته نیمې بجې په دې بریالي شوو چې د وزارت له خوا مسوول کس ته دیپلومونه ورسوو، هغې هم وویل چې د شنبې په ورځ راشئ، کله چې د شبنې په ورځ ورغلو نو بیا هم دیپلومونه نه وو راغلي او بله ورځ یې وښوده، زه هم زړه توری شوم چې یوه اونۍ مې د دیپلوم پوښتنه ونه کړه خو د خدای فضل و چې کله وروسته له ډېرو ورځو ورغلم نو دیپلوم مې راغلی و. لومړۍ چې تدریسي مدیریت ته ولاړم نو د هغوی مامورینو داسې چلند کاوه چې ګواکې ما لومړی ځل ویني، یو خوار ورته ولاړ و چې دوه ځلې یې بې آبه کړ.
ما چې د دیپلوم پوښتنه وکړه نو ویې لټول او ویې ویل چې له موږ سره نشته، که څه هم مسوولیت د دوی دی چې باید دیپلوم درته وسپاري خو هغه کس ته یې ورولیږلم چې وزارت ته یې زموږ دیپلومونه سپارلي وو، هغې ته چې ورغلم راته ویې ویل چې نه دي راغلي او باید څو ورځې په تمه شم، ما ورته وویل چې زما سره کوم ملګري وو هغوی اخیستي دي، بس نو بیا یې په لټولو پیل وکړ او دیپلوم یې راکړ، ټول تقریبا پنځوش شپیته دیپلومونه ورسره پراته وو، چې کله مې دیپلوم واخیست نو بیا یې هم وویل چې شل افغانۍ راکړه، ما ورته وویل چې دا د څه لپاره؟
ویې ویل چې دا مې تر وزارته د لارې کرایه ده! ما ورته وویل چې تر وزارته دومره ډېره کرایه کیږي چې له هر کس څخه شل شل روپۍ اخلی؟
د هغه شخص په شعبه کې ناست کس چې انډیوال یې ښکاریده وویل چې وروره دا دومره اسانه پروسه نه ده، دا په وزارت کې ډېر جنجال او خواري غواړي، هسې دي او داسې دي.
ما ورته وویل چې دا خو د ده مسوولیت دی، اخر به دا وطن څنګه شي چې هر یو په یو نه یو ډول خیانت کوو؟ شل روپۍ دومره ډېرې نه دي خو ولې په ناحقه له یوه افغان څخه واخیستل شي؟ ایا دا فارغ چې د دیپلوم په اخیستلو کې دومره مشکل ګالي د ټولنې د خدمت لپاره به یو سالم کادر وي او که زړه به یې له عقدو ډک وي. هغوی خاموشه شول او ګډې وډې یې ویلې، زه هم راووتلم او هیڅ ډول خوښي مې د دیپلوم په اخیستلو احساس نه کړه.
بله مهمه خبره دا چې دیپلوم په انګلیسي ژبه و، نه پښتو پکې شته او نه هم دري، ته به وایې زما پلار او نیکه انګریزان وو! اخر د خپل فرهنګ، ژبې او مذهب په ساتلو کې تر ټولو لوی رول ښوونیز او علمي نظام او بنسټونه لري، خو زموږ د لوړو زده کړو وزارت موږ ته په پردۍ ژبه دیپلومونه راکړل.
زما په نظر د انګلیسي د اهمیت له کبله دې د دیپلوم په یوه خوا کې دا ژبه هم وي خو لږ تر لږه باید حتما یوه ملي او رسمي ژبه هم تر څنګ ولري.
بله خبره د نمرو د جدول یا ترانسکریپت وه، مسوول کس چې غیر مسلکي ښکاریده ترانسکریپت یې راته درې ځله اشتباه چاپ کړ، نور به ځکه پرې خبرې نه کوم چې لیکنه به اوږده شي.
آن خبر شوم چې د کابل په پوهنتون کې د نمراتو جدول په ملي ژبو هم په اسانۍ فارغینو ته نه ورکوي.
دا د دې نظام د بې کفایتۍ، ګډوډۍ او فساد یو کوچنی مثال و چې وړاندې مې کړ. دا زما مسوولیت دی چې باید خپل خلک پرې خبر کړم، که چیرې موږ د بې کفایته چارواکو پر وړاندې غبرګون ونه ښیو نو هغوی به پر موږ داسې لوبې کوي لکه نن یې چې مثال د هیواد په سراسر کې لیدل کیږي.
له لوړپوړو چارواکو څخه مو هیله ده چې نور د پردیو لمن پریږدي او د خود کفایۍ لپاره کار وکړي، هیواد ته د مور په سترګه وګوري او ریښتینی خدمت یې وکړي، کوښښ دې وشي چې نوي نسل ته هر ډول اسانتیا او راحتي میسره شي تر څو د هیواد د راتلونکي ریښتیني خدمتګاران شي.
د وخت قدر دې وپیژني او د خلکو وخت دې خوشی نه ضایع کوي، له ولسمشر څخه هیله لرو چې لږ تر لږه د لوړو زده کړو پر وزارت داسې څوک وګماري چې تر سیوري لاندې یې ځوانان سالم تربیه او د دې عظیمې پروسې کیفیت د نړۍ له لویو هیوادونو سره سیال شي.
په درنښت.