عمومي توګه پر هغو ننګونو بحث وشو، چې د مسلمان ژورنالېست او اسلامي ژورنالېزم په وړاندې شتون لري.
دلته دې برخه کې د اسلامي فکر او دعوت د خپراوي په لار کې د ژورنالېزم په رول او اهميت غږيږو.
ژورنالېزم د اسلامي فکر او دعوت په لار کې د افکارو او عقايدو د تقارب او تضارب مناسب سنګر دی؛ ځکه خو په روان سوړ جنګ کې له دې نقطې اعظمي ګټه پورته کيږي، د ملتونو په افکارو او عقايدو له همدې ځايه لوبې کيږي، وارد شوي او پردي پال نظريات له دې لارې مارکېټ ته رسيږي، د ولسونو د تسخير او تدخير زهر له دې لارې پاشل کيږي، ارزښتونه، اقدار او وياړونه له دې ځايه زيانمن کيږي، ديني او کلتوري مصطلحات له همدې ادرس تحريف کيږي. لنډه دا، چې د ملتونو په منځ کې جذري تحولات له دې ځايه ريښې غځوي؛ انقلابونه او کودتاګانې له همدې محوره اداره کيږي.
برعکس که مسلمان ژورنالېست وغواړي دغه سنګر په ياد مواردو کې د ځان او اسلام په ګټه کارولی شي.
د تاريخ هينداره کې تېر ته په کتو سره؛ سترو سترو تاريخي پېښو کې د مطبوعاتو لوی لاس دی. رسنۍ په لويو او نړيوالو جنګونو کې د سترو اهدافو د تحقق لپاره د نظامي جنګ سره موازي د غټ حامي او ممد په توګه کارول شوي، هغه نتايج چې په جنګونو کې د رسنيو په لاس راغلي د پرمختللې اسلحې نه دي راغلي.
د بوسټينګ او ډيمورلايزينګ په موخه په جنګونو کې د رسنيو کارول يو ځانګړی باب دی، چې د کارونې خاص اصول او تکتيکونه لري. په همدې بحث کوي، چې څنګه خپل عسکر ته روحيه ورکړي او د مخالف اړخ روحيه مړاوې کړي.
اسلامي دعوت د مسلمان رسالت دی، مکلف دی، چې د خدای لور ته خلک راوبلي، له بدو خلک منعه او نيکو ته وهڅوي، فساد او غدر و غندي، د بې ګناه او مظلوم غږ واوري، د اسلامي امت په قضياوو کې مسؤلانه او مدبرانه فکر وکړي، چې دغه ټولو ابعادو ته کار کول په ټوله کې د مطبوعاتي ډګر له لارې ښې او باوري پايلي لري، مسلمان ژورنالېست بايد دغه ټکو ته پام وکړي او د يو مسلمان داعي په توګه ژورناليستيک ډګر کې ولوبيږي.
ژورنالېست، چې هره ورځ يې خلک غږ او اوري او څېره يې وينې له شک پرته په لسګونو تنه ترې متاثر کيږي؛ که دغه تاثر اسلامي رنګ ولري نو ژورنالېست ګټونکی دی.
تاريخ به يوه ورځ ضرور منصفانه او بې پرې قضاوت وکړي، د هغه چا په اړه به هم کرښې راکاږي، چې ولس، هيواد او خدای ته ژمن و، هغه څوک به هم راوپيژني، چې دغه ټول خطوط يې تر پښو لاندې کړي وو.
ته د تاريخ راتلونکې ته ايډيال شه، داسې څه وکړه، چې راتلونکی نسل ستا په ياد ووياړي نه، چې څلی دې سنګسار کړي.
وروستي