ټول کارونه مو په کړنو وسپړئ!

کېدای شي ستاسو ځواب دغه وي، چې له بریالیو او تکړه کسانو سره ناسته پاسته او له هغوی څخه پند او درس اخستنه کولای شي ستاسو د پرمختګ په لار کې ډېره او د تمې وړ مرسته وکړي.خو ریښتینې خبره او واقعیت دغه دی، چې هېڅ یو له دغو پندونو او درسونو څخه تر هغې نشي کولای له تاسو سره مرسته وکړي یا هم ګټه درته ورسوي تر څو یې، چې په کار وانچوئ او عمل پرې ونکړئ.
که د درسونو او فنونو زده کړه په یوازې توګه د لوی کارونو لپاره بسنه کولای شوای، نو هغه وخت به مو ویلي وو، چې ستاسو پرمختګ او بریا مخکې له مخکې تضمین شوې ده.
کتابتونونه او کتاب پلورنځۍ له ډېرو ښکلو او ګټورو کتابونو څخه ډک دي، چې هر یو یې له پند او درس درلودونکي دي او کولای شي ستاسو سره ډېره مرسته وکړي تر څو ځان مو عادت کړئ، د فعالیت لپاره وپاڅېږئ او تر هغې، چې خپلو موخو ته نه یاست رسېدلي له دغه دوامداره او ګټورو کړنو او قعالیتونو څخه لاس په سر نه شئ.
په ناڅاپي توګه د دغو کتابونو د ویلو پایله کېدای شي تاسو ته دغه وي، تر څو یوه پرېکړه ونیسی؛ له دې وروسته کومې کړنې یا کارونه ډېر او کومې کړنې یا کارونه لږ تر سره کړئ.
ټول پرمختګونه او بریاوې په یون یا حرکت او فعالیت پورې نغښتې دي، د هر ډول موخې پسې یون کول کولای شي ستاسو د بریا او پرمختګ لامل وګرځي. تاسو د خپل ژوند لپاره بېلابېلې لارې او موخې ټاکلې او تعریف کړې مو دي. اوس یوازینۍ پوښتنه ستاستو د راتلونکې لپاره دغه ده، چې آیا د دغه کارونو د تر سره کولو له مخې مو ، چې کومه پرېکړه او هوډ د ځان سره کړئ په هغې ټينګ او پایبند یاستئ؟