پر نفس د باور او اعتماد لپاره لاندې لارې چارې وازمایی

۱ـ په بریالیتوب کې لومړنی ګام د ځان پېژندل دي. لومړی هڅه وکړي خپل ځان، اخلاقي ځانګړنې او شخصیت په سم او منظم ډول وپېژنی.
۲ـ دغه غونډله په یاد ولرئ، هېڅکله له هڅو لاس مه باسئ او په اسانۍ ځان بایلوونکي مه شمېرئ. که هیلې لږ هم شتون درلود، نو هڅه وکړئ.
۳ـ پرته د یوې کړنې پایلې ته په پاملرنې سره، خپله ټوله وړتیا او انرژي په کار واچوئ، تر څو هغه مسؤلیت، چې ستاسو په اوږو دی په ښه ډول یې پای ته ورسوئ.
۴ـ تل موخه لرونکي و اوسئ. که غوښتنې مو له لاس رسي څخه لرې وې، نو د لاسته راوړلو لپاره یې یوه منظمه او څو پړاو لرونکې کړنلاره جوړه کړئ. د ځان لپاره لنډ مهاله موخې وټاکئ.
۵ـ هېڅکله هغه منفي فکر کسانو ته اجازه مه ورکوئ تر څو په خپلو منفي افکارو ستاسو ذهن او هيلې له ناهیلیو سره مخ کړي. که د کومې کړنې هیله لری ژر یې ترسره کړئ تر څو منفي انده کسانو مو زړه نازړه کړي.
۶ـ د هېندارې په وړاندې ودرېږئ او له خپل ځان څخه ستاینه وکړئ، دغه کار په نفس د اعتماد لوړولو لپاره ډېر ګټور دی. هېندارې ته په هر ځل کتو د خپلو مثتبو ټکو ستاینه وکړئ.
۷ـ خپلو بریالیتوبونو ته وګورئ، هغه بریالیتوبونه مو، چې تر اوسه په لاس راوړي له ځان سره یې ولیکئ او کله مو، چې د اعتماد احساس په ځان کې لږ شو، نو یو نظر ور واچوئ.
۸ـ خپلې نیمګړتیاوې مو وپېژنئ، د حل لپاره یې لاس په کار شئ او منظمه کړنلاره ورته جوړه کړئ.
۹ـ خپلې وړتیاوې او استعدادونه مو وپېژنئ او د ودې او پرمختګ لپاره مثبت ګامونه پورته کړئ، په ټوله کې د ښه ژوند کولو لپاره ترې ګټه واخلئ.
۱۰ـ تر ټولو اړین دا، چې نه ویل زده کړئ. ډېری وګړي د نه ویلو وړتیا نه لري او په ډېرو برخو کې یې ورته ستونزې را ولاړې کړې دي. که کوم وړاندیز تاسې ته کېږي، چې خوږېږي مو نه، نو په جدیت او احترام سره ووایی نه.
۱۱ـ داسې وانګېری یا فکر وکړې، چې په نفس ډېر لوړ او پياوړی اعتماد او باور لرئ. هېڅکله دغه فکر ته په ځان کې لاره مه ورکوي، چې ګواکي په نفس اعتماد نه لرئ. تل هڅه وکړئ د ځان په هکله مثبت او لوړ فکر ولرئ.