ځینې اړینې لارښوونې

۱ـ هېڅکله ځان ستایونکي او متکبر مه اوسئ.
۲ـ د ولاړو کسانو پر وړاندې مه کښېنئ.
۳ـ د شته کسانو په مخ کې خپل غاښونه مه پاکوئ.
۴ـ د اوبو په لوړ اواز خپله خوله او پزه مه پاکوئ.
۵ـ د ارږمي ایستلو په وخت خولې ته مو لاس نیسئ.
۶ـ د وګړو په مخ کې خپل ستړی توب مه ښکاره کوئ.
۷ـ په غونډو او مجلسونو کې په پزه کې ګوته مه وهئ.
۸ـ کومه اړینه او جدي خبره له ټوکو سره مه ګډوئ.
۹ـ د بل چا په وړاندې کوم څوک مه شرموئ.
۱۰ـ په سترګو او وريځو له خلکو سره خبرې مه کوئ.
۱۱ـ ویل شوې خبره بیا مه تکراروئ.
۱۲ـ خپله شوخي او ټوکې کمې کړئ.
۱۳ـ له ځان او ملګرو څخه مو د نورو کسانو په مخ کې ستاینه مه کوئ.
۱۴ـ د ښځینه وو د سینګار له توکو څخه ډډه وکړئ.
۱۵ـ د هر کس او هر چا احترام په خپل ځای کې ساتئ.
۱۶ـ په ناوړه کړنو کې له ملګرو او خپلوانو سره مو مرسته مه کوئ.
۱۷ـ مړه شوي کسان په ښو ټکو یادوئ.
۱۸ـ له دښمنۍ او جګړې اچونې څخه په کلکه ډډه وکړئ.
۱۹ـ د احترام په سترګه د نورو کړنو ته ګورئ.
۲۰ـ خپله ډوډۍ د نورو په دسترخوان مه خورئ.
۲۱ـ په هېڅ ډول کار کې ډېره چټکي مه کوئ.
۲۲ـ د ډېر مال او ثروت په لاسته راوړلو کې حریص مه اوسئ.
۲۳ـ د غوسې او قهر په وخت کې صبر ولرئ او په ځای خبرې وکړئ.
۲۴ـ د نورو له مخې ډوډۍ او مېوه مه پورته کوئ.
۲۵ـ په پلي تګ کې له لویانو څخه مه مخکې کېږئ.
۲۶ـ د نورو کلام او خبرې مه پرې کوئ.
۲۷ـ د تلو یا تګ په وخت کې پرته له اړتیا څخه ښي او کیڼ لوري ته مو مه ګورئ.
۲۸ـ د مېلمه په وړاندې پر چا غوسه مه کوئ.
۲۹ـ مېلمه ته په کومه کړنه سپارښتنه مه کوئ.