آیا پوهېدئ !؟/ دوهمه برخه

۱۱ـ لټي، تمبلي او د یوې کړنې نه تر سره کول کولای شي د سګرېټو په اندازه وګړي ووژني.
۱۲ـ د انسانانو مغز د یوه ۱۰ واټه څراخ په اندازه انرژي په مصرف رسوي.
۱۳ـ په یوه ورځ کې ۳۰ دقیقې پياده تګ او خندا کولای شي تاسو له پرېشانۍ او بدني ستړیا څخه وژغوري.
۱۴ـ د تېر مهال غم مو مه غورئ، تر څو راتلونکی مو خراب نه شي.
۱۵ـ هېڅکله مو ځان له نورو سره مه پرتله کوئ، ځکه تاسې نه پوهېږئ، چې په دوی څه تېر شوي دي.
۱۶ـ دا چې نور وګړي ستاسو په هکله څه اند لري، نو تاسو پورې اړه نه لري او بې ځایه مو سر مه پرې خوږوئ.
۱۷ـ هر څومره، چې حالات بد او خراب وي، نو دا په یاد ولرئ، چې تېرېدونکي دي.
۱۸ـ د انسانانو د معدې تېزاب دومره پیاوړي دي، چې کولای شي یوه اوسپنه ویلې کړي.
۱۹ـ زموږ وجود په نیم ساعت کې د ۱.۵ لېټرو اوبو د جوشولو په اندازه انرژي تولیدوي.
۲۰ـ ځان مو ډېر مهم او جدي مه نیسئ، ځکه نور کسان مو بیا جدي نه نیسي.