اوسنۍ اوزګاري او همېشنۍ بې پروايي

په عامه اصتلاح اوزګاري د بېکارۍ حالت یا د کار نشتون ته ويل کېږي.
د وطن ناخوالې، نیګړتیاوې، ستونزې او کړاونه خو ټولو ته معلوم او څرګند دي؛ یعنې په اوسني وخت کې هر چا ته بېله بېله دنده رسېدل د ناشونتیا تر کچې خبره ده، خو په دې باید ًپوه وو او شو، چې پرته له رسمي دندې باید د نورو کومو کارونو په لټه کې واوسو؛ (که د ځان له پاره دنده نشو موندلای او یا له نورو کار نشو اخیستلای، نو باید خپل ځان ته په خپله کار ورکړو او یوازې په تمه وخت تېر نه کړو).
اوزګاري هغه نه ده، چې موږ دنده نه لرو؛ بلکې په حقیقت کې اوزګاري هغه څه ده، چې موږ په خپله ځان اوزګار کړی وي. که چېرې موږ کار نشو موندلای او اوزګار یو، نو موږ باید داسې کارونه ترسره کړو، چې د خپلې اوزګارۍ ځای مو ونیسي او وخت مو ضایع نشي.
ناهیلي کېدل او یوازې پر کور کښېناستل کار نشي راکولای. که خپله د کار په لټه کې نشو، نو بیا دا هم شونې نه ده، چې موږ ته دې کار په خپله راشي او موږ دې بوخت کړي. کار د هغو وګړو په برخه دی څوک، چې کار کوي. هغه وګړي کار موندلای شي کوم، چې یې په ريښتيني ډول په لټه کې دي.
پر تمه کښېناستل د عمر خوړل دي. ځینې داسې کسان لیدل کېږي، چې یوازې او یوازې په تمه ناست وي، دوی وايي، چې نورو ورسره ژمنې کړي دي او هرومرو به ورته دنده ورکوي. خو دا خبرې زړې شوې دي؛ اوس باید څوک ځان ونه غولوي او د نورو پر بې ځایه ژمنو باور ونه کړي؛ بلکې په خپله باید تل د کار په لټه کې وي.
بې پروايي د دې لامل ګرځي، چې موږ بې دندې وګرځو او وخت مو دې ضایع شي، که بې پروايي نه وي، نو حتماً یو کار موندلای شو؛ یعنې که نورو ځایونو کې یې نشو موندلای، نو له خپل کوره خو یې له وړو وړو کارونو پیلولای شو، چې همدا کارونه مو د وخت په تېرېدو سره پر لویو کارونو بدلېږي؛ یعنې که یو وړوکی دوکان جوړ کړو کېدای شي یو وخت سمه لویه سوداګري ولرو او دا نور کارونه هم همداسې درواخلئ.