د ناروغ فلج لاس بیا جوړ شو

د عصري درملنې او طبابت د چټک پرمختګ سره سره، بیا هم ډیرې داسې ناروغۍ شته، چې کامله درملنه یې نا شوني ده. د بېلګې په توګه د یوه ناروغ د فلج کیدو ورسته یې بیرته جوړیدل ډېر ګران او سخت کار دی. خو له نیکه مرغه، په وروستيو کلونو کې په چټکۍ سره روان د نیروانترفیسونو(neurointerfaces) پرمختګ به د هغه ناروغانو سره، چې د بېلابېلو پیښو له کبله یې د بدل غړي فلج شوي دي، ډېره مرسته وکړي.

 
په هغه خبرپاڼه کې، چې د امریکا Lancet ژورنال خپره کې ده، راغلي دي، چې د امریکا د ساینس پوهانو یوه ډله په دې بریالی شوې ده، چې د یوه فلج شوي ناروغ لاس ته بېرته حرکت ورکړي. یا په بله ژبه، دغه کارپوهانو ناروغ ته د دې امکانات برابر کړي دي، چې په پایله کې یې ناروغ وکولای شول خپل لاس ته شور ورکړي.
د Cave Western پوهنتون څېړونکو په ۵۳ کلن ناروغ بیل کاچویر، چې ۸ کاله وړاندې د موټر ټکر په پیښه کې فلج او پښو لاسونو یې کار نه کاوو، یو بې ساری امپالنټ ازمویلی دی. د دې لپاره، چې د نوموړي ناروغ سره مرسته وکړي، کارپوهانو د ناروغ په عصابو کې خاص الکترونيکي امپالنټ ځای پر ځای کړی دی، چې د ناروغ د مغزو سګنالونه څېړي او د ناروغ په لاس پوري تړل شوي ځانګړي سینسرونه د عصابو سګنالونه لولي او د يو خاص الګوریتم په کارولو ناروغ خپل لاس ته شور ورکولای شي.
په پای کې د یادولو وړ ده، چې که دغه نوی میتود رښتیا هم بریالی شي، نو دا به یوه لویه لاس ته راوړنه وي او د ټولو هغه ناروغانو لپاره، چې په بېلابېلو پېښو کې فلج شوي دي، یو ډېر د خوشالی زېری وي.
نور جزیات په ویډو کې: