نوې اختراع: زړه ګراف اخیستونکی-کمیس

په دې کې هیڅ شک نشته، چې د ناروغۍ په خپل وخت، عصري تشخیص او څارنه په اوسني طب کې ډېر مهم رول لري. دا هم ټولو ته مالومه ده، چې لوړه ټکنالوژي په ځای نه ده ولاړه او ورځ تر بلې مخ پر وړاندې روانه ده، چې په دې برخه کې روغتیایي ټکنالوژي کومه استثنا نه ده. ډېراې داسې ناروغۍ شته، چې د په پرلپسې توګه د څارنې لپاره ډیرو عصري وسایلو ته اړتیا لري. نو کارپوهان په دې هڅه کې دي، چې د ژوند کیفیت د ښه والي او د ناروغانو د ښې درملنې لپاره نوي وسایل جوړ او احتراع کړي.
څه موده وړاندې د روسیې د چلیابینسک ښار د ۹۷ شمیرې لیسې زده کوونکی په دې بریالی شوی دی، چې یو داسې کمیس جوړ کړي، چې په اغوستلو یې د ناروغ د زړه ګراف څرګندیږي.
دغه نوی میتود د ځوانو څېړونکو د ملي فورم په چوکاټ کې خلکو ته ښودل شوی دی. دغه کمیس د زړه کراف ښودلو ډېر اسان او په زړه پورې میکانیزم لري: دغه کمیس د بریښنا وړونکې خاص رخت نه جوړ شوی، چې په خپل جوړښت کې ځانګړي میکروچیپونه لري، کوم چې د زړه د عضلاتو د انقباض په اوږدو کې د پتانشلونه توپیر څیړي. یا په بله ژبه، دغه کمیس د زړه د حرکت په وخت د زړه برښنايي سیستم بدرګه کوي او ټول مالومات د پروګرام له لارې په خپل ځان کې ځای پر ځای کوي، چې د غوښتنې سره سم یې ډاکټر او ناروغ د خپل ټلیفون له لارې کتلای شي.
د دغې نوې احتراع بازار ته د وړاندې کولو ټولې لارې چارې د روسیې د سپورتي علومو انستیتیوت په غاړه اخیستي دي او ټاکل شوې ده، چې ډېر ژر به بازار ته وړاندې شي.