کاسا ۱۰۰۰ پروژه د هغه ستر اقتصادي او سوداګریز ګام نوم ده چې په پلي کیدو سره به یې په سیمه او هیواد کې د تل پاتې سولې او سوکالۍ وزرې خورې شي، کاسا۱۰۰۰ پروژه به د سیمې په کچه ستره او د څلورو هیوادونو ترمنځ د پیوستون لویه نښه وي، پدې پروژه کې به د پاکستان، افغانستان، تاجکستان او قرغزستان هیوادونه وتوانیږې چې د سیمې په کچه د بریښنا د سوداګري مارکیټ برابر کړي، کاسا ۱۰۰۰ پروژه به د افغانستان له لارې پاکستان هیواد ته ۱۰۰۰ میګاواټه بریښنا ولیږدوي، پدې پروژې سره به د سیمې څلور هیوادونه د خپل منځي ګډو ګټو په اساس سره وتړل شي، دا پروژه کولای شي په سیمه او نړۍ کې د افغانستان نړیوال حیثیت او باور زیات کړي، یاده پروژه به د مرکزي اسیا له قرغزستان او تاجکستان هیوادونو څخه چې د بریښنا د تولید خورا ډیر امکانات په واک کې لري اود اوړي په موسم کې ورته چندان اړتیا نه لیدل کیدي د جنوبي اسیا پاکستان او افغانستان په هیوادونو وپلوري.
د کاسا ۱۰۰۰ پروژې اټکلیز ارزښت ۱.۲ میلیارده امریکایی ډالره اټکل شوی. د دې پروژې ټول اټکلیز اوږدوالی د ۷۶۵ کیلومتره اټکل شوی، چې له دې اوږدوالي څخه یوازې ۵۶۲ کیلومتره یې د افغانستان په خاوره تیریږي، چې ورسره به دوه کنورتر سټیشنونه یو په پاکستان او بل د تاجکستان په هیواد په سنګتوده سیمه کې ورغول شي.
د یادې پروژي په چوکاټ کې به په پلخمري ښار کې د ۳۰۰ میګاواټه بریښنا بک ټو بک سټیشن ورغول شي، چې په رغولو سره به یې افغانستان وکولای شي له تاجکستان هیواد څخه د هغه شته ۲۲۰ کیلو ولټه لین له لارې بریښنا وپیري چې له تاجکستان هیواد څخه هیواد ته راغلی، د یادونې وړ ده چې د پروژې دا برخه د افغانستان هیواد په غوښتنه د اړتیا تر وخته پورې ځنډول شوې.
داټکل له مخې د کاسا ۱۰۰۰ پروژې تدارکاتي کارونه چې همدا اوس ترکار لاندې دي د ۲۰۱۷ میلادي کال د اکتوبر په میاشت کې به وتړل شي او د ۲۰۱۸ میلادي کال په پیل کې به د افغانستان د برخې رغنیزې چارې پیل شي، د دې پروژې د پلی کیدو په موخه دوه هندي کمپنۍ چې په شرایطو برابرې دي دامهال د کاسا ۱۰۰۰ پروژې له سکرتریت او افغان حکومت سره د خبرو اترو په درشل کې دي، چې کیدای شي په نږدې راتلونکي کې له دوی سره خبرې اترې یوې پایلې ته ورسیږې او تدارکاتي چارې وتړل شي.
د کاسا ۱۰۰۰ پروژې د افغانستان د برخې بودجه:
د کاسا ۱۰۰۰ پروژه به:
- د مرکزي اسیا او جنوبي اسیا د هیوادونو ترمنځ به د انرژي سوداګریز مارکیټ رامنځته کړي.
- د افغانستان لپاره به په نړیواله کچه د ترانزیتي هیواد ځای جوړ، او پدې سره به خپلې اقتصادي پراختیا ته زمینه برابره کړي.
- د قرغزستان او تاجکستان هیوادونو لپاره به د انرژي په برخه کې د عوایدو د ترلاسه کولو ښه زمینه برابره کړي دا دواړه غریب هیوادونه چې په مرکزي اسیا کې شتون لري د همدې ګټې په ترلاسه کولو به وکولای شي د خپل هیواد د بریښنا په سیستم نوره پانګونه وکړي ترڅو د ژمي په موسم کې خپله د اړتیا وړ انرژی برابره کړي.
- پاکستان هیواد چې د اوړي په موسم کې د بریښنا له کمښت سره مخ وې لدې لارې خپله د اړتیا وړ بریښنا ترلاسه او د تیلو پرمټ تولیدیدونکې انرژي چې چاپیریال ته خورا مضره ده مخه به یې ونیول شي .
- په دواړو زونونو کې به د خلکو ترمنځ په عامه توګه د اقتصادي همکاریو او سیاسي ثبات د رامنځته کیدو په موخه نظر پیداشي.
د یادونې وړ ده چې د هیواد دننه د دې پروژې چارې د اوبو او نرژي وزارت او افغان بریښنا شرکت له لوري پرمخ وړل کیږي. د اوبو او انرژي وزارت د دغې پروژې د اصلي مالک په صفت په ټولو چارو کې دخیل وو او ده، د دې وزارت د انرژی معین ښاغلی امان الله غالب د کاسا- ۱۰۰۰ پروژې لپاره د هیوادونو ترمنځ د افغانستان استازیتوب په غاړه لرې او د دې پروژې د بریالي کیدو په موخه یې نه ستړي کیدونکي هلې ځلې کړي او تر دې دمه د دې پروژې ټولې چارې پده پورې تړلې دي.
د دې پروژې د (ټولنې د ملاتړ پروګرام) مسئولیت د کلیو او پراختیا وزارت پرغاړه لري او د یاد پروګرام د چمتو کیدو په درشل کیده، دا پروګرام به د ملی پیوستون په څیر په هغو کلیو او بانډو کې پلی کیږي چې د دې پروژې له پلي کیدو څخه متاثره کیږي، د دې پروګرام په چوکاټ کې په پام کې ده چې پلونه، پلچکونه، لارې، د اوبو واړه بندونه، استنادي دیوالونه او د بریښنا وړې پروژې په سیمه کې پلې شي. د (ټولنې د ملاتړ پروګرام) د هغې ارزونې په پایله کې چمتو او پلې کیږي چې د کاسا ۱۰۰۰ پروژې په اړه یې د نړیوالو مشورتي کمپنیو پرمټ معلومات راټول او دایې غوره ګڼلې چې باید د دې پروژي ترڅنګ د سیمې خلکوته هم د دې پروژې د پلي کیدو ترڅنګ کار وشي .
کاسا۱۰۰۰ پروژه به دهیواد له لاندنیو اوه ولایتونو څخه تیره شي چې عبارت دي له کندز، بغلان، پنجشیر، کاپیسا، د کابل سروبي ولسوالۍ، لغمان او ننګرهار ولایتونو څخه داچې پروژه په رسمي ډول کومې پلې کیدونکې کمپنۍ ته سپارل کیږي کیدای شي د پلی کیدو په سیمه کې یې هم بدلون راشي خو تر دې دمه په یادو سیمو کې د پلی کیدو چمتو والی ترکار لاندې ده.
د پلان سره به سم د کاسا- ۱۰۰۰ پروژې د چارو له پیلیدو وړاندې په پورتینو ذکر شوو سیمو کې د عامه پوهاوي پراخ کمپاین پیل او د خلکو د لیوالتیا په جلبولو کې به زیات کار ترسره شي د یادونې وړه ده چې خلکوته به د دې پروژې د ګټو او هغو امکاناتو په هکله چې په سیمه کې به ولګول شي پوره پوهاوی ورکړل شي.
د یادې پروژې په پلي کیدو سره به په سیمه کې سیمه ئیزو وګړو ته په زیات شمیر کاري اوږدمهاله او لنډ مهاله کارونه پیدا شي، هغه پیسې چې د دې پروژي څخه په کلني ډول ترلاسه کیږي شاوخوا ۲ میلیونه ډالره به یې د همدې سیمې د بنسټیزو اقتصادي پروژو په پلي کولو ولګول شي.