د ژمي په موسم کې د بريښنا د لګښت د کنټرول لارې چارې

دا چې په افغانستان کې د بريښنا شته ظرفیتونه ډیر زیات دي خو بدبختانه تر دې دمه پخوانیو حکومتونو چندان کار ندی کړی بلکې پدې برخه کې وروستیو ناورینونو او جګړو د هیواد د بريښنا بنسټ له منځه وړی، باید په ویاړسره ووایو چې په اوس وخت کې افغان حکومت تر ډیره پردې اساسي اړتیا خپل پام را ګرځولی او هڅه یې دا ده ترڅو د عاجلې اړتیا لپاره له ګاونډیو هیوادونو څخه بريښنا په مناسبه بیه وپیري او هم په هیواد کې دننه خپله د بريښنا تولید زیات کړي. د ملي وحدت حکومت په راتلو سره پدې برخه کې یو لړ مهم ګامونه چې هغه هم د ګټورو پلانونو چمتو کول وو تر سره شو او دادئ همدا اوس او یا په نېږدې راتلونکي کې به یې پایلې د هیوادوالو د ګټې اخیستو وړ شي. د ملې وحدت حکومت د اوبو د بريښنا ترڅنګ په لمرینه او بادي بريښنا هم کار پیل کړی او د خصوصي سکتور لپاره یې هم مناسب بستر چمتو کړی. چې ډیر ژر به هیوادوالو ته کورنۍ بريښنا تولید شي چې پدې برخه کې په هرات ولایت کې د ۱۰ میګاواټه بادي او لمرینې بريښنا د پروژې بشپړیدل، د کندهار ولایت د ۱۰ میګاواټه لمرینې بريښنا د پروژې پیلیدل، د سروبي د لمرینې بريښنا چارې په نېږدې راتلونکي کې پیلول، د مزار د ګازو د بريښنا د تولید پروژه، د شبرغان د ګازو د بريښنا د تولید پروژه، د خوست ولایت د لمرینې بريښنا د ۱۰ میګاواټه پروژې اعلانول، او همداراز به په ډیرو ولایتونو کې د لمرینې بريښنا پروژې پلې چې له هغه ورورسته به موږ د بريښنا پیرلو ته اړ نه وو او موږ به په کور دننه خپله اړتیا پوره کړې وي.
افغانستان په اوس وخت کې ۶۰۰۰ میګاواټه برښنا ته اړتیا لري او دا مهال زموږ ټوله رالیږدونکې او تولیدي برښنا ۲۰۰۰ میګاواټه ده چې ۳۰۰ میګاواټه یې دننه په هیواد کې تولیدیږي او پاتي ۱۷۰۰ میګاواټه یې له ګاونډیو هیوادونو څخه پیرل کيږي. د ملي وحدت حکومت د راتلونکو پنځو کلونو لپاره د ځان بسیاینې پلان چمتو کړی او د همغه پلان سره سم په ټول هیواد کې د انرژي په تولیدي پروژو بوخت دی.
داچې د ژمې شپې او ورځې را روانې دي او په کابل ښار کې د بريښنا غوښتنه نېږدې دوه نیم برابره زیاتیږي او زموږ د بريښنا سرچینې د اوړي په څیرې ثابتې دي نو پکار ده چې موږ خپل ورځنی ژوند د شته بريښنا له وړتیا سره سم برابر کړو کابل ښار په اوس وخت کې ۳۰۰ میګاواټه بريښنا لري چې په عادي ډول تر ډیره بریده د ښاریانو ستونزو ته رسیدګې په کې کیږي او د ژمي په موسم کې د ا غوښتنه ۷۰۰ میګاواټو ته رسیږي چې د افغانستان بريښنا شرکت اړ وي ترڅو د بريښنا د ویش له سیستم څخه کار واخلي او ټولو ښاریانو ته پرته له کوم توپیر څخه بريښنا ورسوي، نو پکار ده چې له لاندنیو لارو چارو څخه د ژمي په موسم کې کار واخلو او خپلې ستونزې تر ډيره بریده پخپله حل کړو او د افغانستان بريښنا له شرکت سره هم مرسته وکړو.
لومړی باید چې د خپلو استوګنځایونو د تودخي لپاره له لمر څخه ګټه پورته کړو، کړکۍ د ورځې له خوا د لمر په وړاندې مناسبې پرانیزو ترڅو مو د اوسیدنې خونې تودې شي او د شپې له لوري کړکۍ پورې کړو، کورونه باید چې له وړاندې داسې جوړ شوي وي چې د ژمي په موسم کې له لمر څخه ګټه واخیستلای شي، د کورونو د جوړیدو په وخت کې د کور د ګرموالي او په اوړي کې د مناسب سوړ والي فکر له ځان سره لرلای وي.
دوهم د هوا په سړیدو سره ټولې هغه کړکۍ او دریڅې چې د هغو له لارې کوټې ته سړه هوا داخلیږي او یاهم د کوټې ګرمه هوا خارجیږي په ښه ډول سره په پلاستیک وپوښو او د هوا د خارجیدو او داخلیدو مخه ونیسو، که مو پام کړی وي هر کله چې موږ د ژمي په موسم کې کوټه ګرمه کړو او تر هغه وروسته د کوټې دروازه زیاته خلاصه او بنده شي کوټه ژر سړیږي او که چیرې د دې کار مخه داسې ونیسو چې دروازې ته مناسبه پرده واچو او د ګرمې هوا د فرار مخه ونیسو دابه د کوټې د ګرم ساتلو سره ډیره مرسته کړي وي، د دې لپاره چې ناروغ نشو او د کوټې هوا مو هم وخت پر وخت بدله شوي وي نو د لمر لپاره کړکۍ پرانیزئ او له دې فرصت څخه هر وخت ګټه پورته کړئ.
دریم هڅه وکړئ ترڅو د کوټې هوا معتدله وساتئ او د ډیرو ګرمیدو هڅه مه کوئ ځکه چې کله تاسو له کوټو او کورونو څخه بهر ووځئ نو بیا مریضیږي او سړه هوا پرتاسو ډیر زیات تاثیر کوي، د خوب په وختکې هغه وسایل چې بريښنا مصرفوي بند کړئ او د بريښنا له لګښت څخه ډډه وکړئ او بريښنایي خطرونو مخه ونیسئ، د کوټې هغه سوري او غارونه چې توده هوا بهرته باسي په ښه شکل بند کړئ، بهر ته د وتو په وخت کې مناسبې ګرمې جامې واغوندئ او د ژمې په موسم کې د سبزیجاتو ترڅنګ ډیر پام په هغو حبوباتو وکړئ چې یوه اندازه ګرمي تولیدوي او ستاسو د ګرم ساتلو په برخه کې درسره مرسته کوي.
د کوټې د ګرمیدو لپاره خاص تقسیم اوقات وکاروئ او هڅه داسې وکړئ چې د هغو موادو او توکو او یا هم بريښنا چې تاسو یې د کوټې د ګرمولو په موخه کاروئ سپما تر ډيره بریده په پام کې ونیسئ، له هغه ځایه څخه چې تاسو کوټه ګرموئ که هغه برښنايي بخارۍ دی او یاهم د لرګیو بخارۍ د تودوخي د تښتیدو مخنیوی وکړئ د بیلګې په توګه د لرګي د بخاریو پر سر هغه مهال چې اور بلوئ د ګټو (تیږو) څخه استفاده وکړئ ترڅو دا تیږي بیا وروسته حرارت وساتي او کوټه تر ډيره ګرمه کړي، د ډيرو ځایونو له ګرمولو څخه ډډه وکړئ او یوازې هغه ځایونه چې اړتیا ورته لری ګرم یې کړئ.
په پورتینو لارو چارو سره موږ کولای شو تر یوه بریده د بريښنا او هغو موادو چې موږ د کوټې د ګرموالي لپاره ځینې ګټه اخلو یوه اندازه سپما وکړو دخپل اقتصاد ترڅنګ نورو هیوادوالو ته د بريښنا د رسیدو په برخه کې خپله ایماني او وجداني مسؤلیت آدا کړو.