دا ټولو ته معلومه او څرګنده شوې، چې یوازې هغه کسان تشویق او هڅول کېږي کوم، چې غوره کارونه ترسره کوي او د هڅونې وړ وي. په دې هم پوهېږو، چې یوازې هغه کسان پرمختګ کولای شي کوم، چې په خپلو کارونو کې وهڅول شي.
دا باید ومنو، چې له هڅونې پرته پرمختګ ناشونی دی؛ د یوه کار په ترسره کولو کې به موږ هغه وخت بریالي کېږو کله، چې مو نور وهڅوي. که د نورو هڅونه نه وي، نو په یوه کوچنۍ تېروتنه به هم خپل کار ته د پای ټکی ږدو؛ خو دا، چې له تېروتنې سره سره د پرمختګ په لور روان یو، ماتې نه منو او خپل کار تر پایه رسوو، دا په اصل کې پرته له هڅونې نه دی، له دې سره حتما هڅونه مل ده.
موږ په هغه صورت کې کولای شو، چې د نورو له هڅونو او تشویق څخه برخمن شو کله، چې ډېر ښه او غوره کار وکړو؛ که ښه کار سرته ونه رسوو، نو له هڅونو به بې برخې وو او د نورو کارونو یا بیاځلې د ښه کار سرته رسولو وړتیا او زغم به ونه لرو.
موږ باید تل هڅه وکړو، چې نور دې ته اړ کړو ترڅو موږ وهڅوي. دا کار په خوشي او بې ځایه کښېناستلو باندې نه کېږي؛ یعنې موږ باید کار وکړو او د کار مزه او خوند مو باید دومره پیاوړی وي ترڅو د نورو د خوښې وړ وګرځي او نور هم زموږ په څېر د کار کولو شوق او لېوالتیا ولري. هر کله مو، چې کار دورمره پیاوړی شو، چې د نورو د خوښې وړ وګرځېدو، نو په هغې صورت کې دوی په خپله اړ کېږي، ترڅو موږ وهڅوي.
که غوره کار ونه کړو یا په بله وینا که د کار پایله مو مثبته او اغېزمنه نه وي، نو په هغې صورت کې سره له دې، چې د هڅونې او تشویق تمه به مو له لاسه ورکړې وي او حتی له خپل کاره به مو زړه تور شي. که غوره کار وکړو، نو د نورو له هڅونې به برخمن او له ترسره کړي ښه کار څخه به د لا ښه او غوره کار هڅه وکړو.
محمداکبر حقمل معینزی
وروستي