په سپین کفن دزني تړلي بې ګناه ماشوم تصویرکاڼي زړونه هم ژړولای سي،خوپه هیوادکي دناولي جګړې پرمخ وړونکي دومره سخت زړي سوي دي چي دخپل هر ډول وحشت په لیدلو یې زړه نورهم ډبره کیږي.
دالومړی ځل نه دی چي دښکیلوخواوو لخوا په هلمنداوافغانستان کي بې ګناه انسان شهیدان کیږي چي ښه مثال یې دنن ورځي دباباجي دسیمي ناورین دی چي دماشومانوپه شمول یوه درسته کورنۍ دجګړې داور خوراک کیږي.
هلمندمدني ټولنه دیادي پیښي په تړاوخپله ژوره خواشیني څرګندوي او ورته عملونه داسلامیت اوبشریت خلاف کار بولي اوپرښکیلوخواوو ږغ کوي چي دملکي کسانو ژوند ته ډیره پاملرنه وکړي.
په درنښت
دهلمند مدني ټولني رسنيز دفتر
وروستي