
هغه مېرمن چې تر اوسه یې په نړۍ کې د ډېرو اولادونو زېږولو ریکارډ جوړ کړی، روسۍ مېرمن واسیلیوف ده. نوموړې ټول ۶۹ اولادونه زېږولي، چې ۱۶ ځلې یې غبرګوني ماشومان، اووه ځلې یې درې ګوني ماشومان او څلور ځلې یې څلور ګوني ماشومان زېږولي دي.
د دغې مېرمن مېړه فیوډر واسیلیوف دویم واده هم کړی و، چې له دویمې مېرمنې څخه یې شپږ ځلې غبرګوني او دوه ځلې درې ګوني بچیان پیدا شوي دي.