
د هندوستان یو اوسېدونکي ونود کمار چوهدري د خپلې پزې پواسطه پر کیبورډ د ټایپنګ نړیوال ریکارډ جوړ کړی دی.
نوموړي په (۴۶.۳۰) ثانیو کې لاندېنۍ ۱۰۳ توري لرونکې جمله د خپلې پزې پواسطه په کیبورډ لیکلې ده:
Guinness world records have challenged me to type this sentence using my nose in the fastest time.
ونود کنار رسنیو ته ویلي، چې د ټایپنګ سره بې کچې مینه لري او د ټایپنګ او کمپوزنګ د نویو طریقو آزمویل ورته ډېر په زړه پورې دي.
که څه هم نوموړي دغه ریکارډ د ۲۰۱۴ کال په ډسمبر کې جوړ کړی و؛ خو د ګینیز نړیوالو ریکارډونو ادارې د دې تصدیق اوس کړی دی.
له دې وړاندې د هند د حیدر آباد یوه بل اوسېدونکي محمد خورشید حسین د خپلې پزې پواسطه همدغه ۱۰۳ توري لرونکې جمله په ۴۷.۴۴ ثانیو کې لیکلې وه، چې نړیوال ریکارډ یې جوړ کړی و.