په ټوله کې دوه ډوله وګړي شتون لري؛ لومړی هغه، چې د نورو پر خبرو پسې نه ځي، فکر یې پراخ دی او په حقیقي ډول خپل شخصیت جوړولای شي. دوهم هغه وګړي کوم، چې د نورو په منفي خبرو او د تېر وخت د کمښتونو او کم شخصیتۍ په اړه فکر کوي؛ یعنې هغه، چې په ريښتیني ډول خپل شخصیت نشي جوړولای.
اصلاً دا اړینه او مهمه نده، چې په تېر وخت کې مو باید غوره شخصیت درلودلای وي؛ بلکې دا مهمه ده، چې اوس یې جوړ کړو. هغه کسان کوم، چې تل په تېر وخت کې دي؛ یعنې د تېر وخت تېروتنې، کړنې او ټیټ شخصیت یې ځوروي او یا هم ټول فکر یې د تېر وخت ښکار شوی وي، په حقیقت کې دوی ژوند او خوښۍ ته نه بلکې ځورونې او حتا مرګ ته په خپل لاس ځان نېږدې کوي او په خپله ځان ځورونه او وژنه کوي.
که چېرې یوازې له تېر وخت سره واوسو او تل یې په اړه فکر وکړو، نو په هغې صورت کې بیا باید د ښې راتلونکې او پرمختګ تمه او هیله ونه لرو.
موږ باید تېر وخت هېر او پر نوي غوره شخصیت فکر وکړو او د ځان لپاره په دې تړاو لاندې ټکي په پام کې ونیسو؛ یعنې د دې خبرې لپاره یې دلیل وګرځوو:
۱ ډېر داسې وګړي موندل کېږي، چې په لومړیو کې یې شخصیت ټیټ وو او راز راز ناوړه او نامناسبه کارونه یې ترسره کول، خو اوس یې بدلون موندلی، مثبت تغییر یې کړی او له ځانه یې یو تر ټولو غوره شخصیت جوړ کړی دی؛ اوس په تېر وخت فکر نه کوي او تېر وخت ورته کوم ارزښت نلري، بلکې اوسنی وخت ورته ارزښتمن دی؛ ځکه چې په اوسني وخت کې بشپړ شوی دی او غوره شخصیت ترې جوړ دی. (موږ هم باید همدا فکر وکړو).
۲ ډېری داسې انسانان شته، چې لومړی نامسلمان(کافر) وو، خو د وخت په تېرېدو سره یې بدلون وموند او مسلمان شول؛ اوس د تېر وخت په کړنو او ناملسمانۍ باندې هېڅ فکر نه کوي، بلکې ځان تر ټولو غوره احساسوي. (دا هم راته یو اړوند دلیل بللی شو).
۳ ډېر داسې کسان شته، چې یو وخت به یې ډول ډول ګناهونه کول، خو اوس یې توبه کښلې ده او ځان خپلواک او تر ټولو غوره احساسوي؛ یعنې په تېر وخت فکر نه کوي او اوس یې له ځانه یو غوره شخصیت جوړ کړی دی. (دا هم یو دلیل کېدای شي).
وروستي