دلويولويوقدرتونوربه !

 دلويولويوقدرتونوربه !
ليکوال :ګل رحمن رحماني
دفلــــــک له چاروڅه وکړم کوکار
زمولوي هرګل چې خاندې په بهار

ټوله ورځ سرګردانه وم اصلادخپل پخواني عادت له مخې ماته په وريځي اوباراني ورځوخوب راځي که هرڅومې خوب پوره هم وي خوکله چې ورېځ وګورم اولمرنه وي نوپه ماهم دخوب څپه راځي اوزړه مې تنګ وي مازديګروختي ددفتردکارله مېزه لاړم او دخوب په کوټه کې په کټ وغځېدم ماښام ډوډۍ ته يوچاراپاڅولم يوراډيويې پروګرام مې وړاندې کړاوبيامې ترډېره وخته مطالعه کوله سهاروختي مې ملګري سايرځلاندصيب له نټ نه سهارنيوسرويسونوته نوي خبرونه چمتوکول زه دفترته ورننوتلم راباندې غږيې کړ
اجمل خټک صيب هم لاړ
زه حيران شوم چې څومره بې باکه خبره يې وکړه
ورته ومې ويل چې پوه نه شوم
هغه خپلې څوکۍ ته څرخ ورکړاوزياته يې کړه
نن څوشنبه ده ؟
ځواب مې ورکړ
دوشنبه خوولې ?
خټک صيب بېګاوفات شوى نن يې جنازه ده
زړه مې ټکان وکړهغه حالت نه شم بيانولى چې څومره تاثيريې راباندې وکړ
په زړه کې مې يوملنګ چې سپينه کونډۍ ږيره ،سپين پکول ، ځيرک نظراولويه امسايې په لاس کې وه زماسترګوته ودرېده دانسانيت هغه شاعرچې هرچاته به يې ويل ((ګل مې يې )) اوتل همداسې ګل پاتې وو 
زه څــــــــــــــــــــــــــــــــېرېدوته پيدا
زه غـــــــــــــــــــــــــــــــوړېدوته پيدا
زه په خــــــــــــــــــــــــــــــوږواوترخو
دوکه کېـــــــــــــــــــــــــــــدى نشمه
زه رېژېدلـــــــــــــــــــــــــــــــــى شمه
خوبدلېــــــــــــــــــــــــــــــــــدى نشمه
زماپه خيال کې دهغه بېلابېل تصويرونه اوشعرونه روان وو او(دغيرت چيغې) ډېروړاندې وړى وم دهغه دڅوکلووړاندې هغه مرکه رايادشوه چې دبي بي سي په يوه خپرونه کې مېلمه وو اودومره ضعيفه ووچې يوې لمسۍ يې ورته لاسي څراغ نيولى وواوپه ډېره سختۍ اوځنډبه يې خپل خواږه شعرونه اورېدونکوته وړاندې کول خوحوصله يې کټ مټ ديوه ځوان اوپياوړي شاعرغوندې وه
يوازې شاعرنه هغه پياوړى پښتون سياستمدارچې سياسي هڅې يې تش وعد ې نه وې اودپښتون قوم دازادۍ خبرې يوازې په ممبرونواوحجروپاتې نه شوې بلکې دزندان ددروازشاته يې هم همدغه خبره په خوله وه اوديوه متعهدانسان په توګه پاتې وو اخرهغه هم دسترخوشحال باباله پښته حسابېده

ملګرو!نورپه پوکېـــــــــــــدوونه شوه
ځئ چې لمبه شوداخپل ځان وسوزو
دهغه خبره شف شف نه وه هرڅه يې په ډاګه اويوه خوله وو اوکله هم ورنه دمظلوم غږ هېرنه وو اوپه واقعي ډول يې په ټولنه کې شاعرته وردغاړې مسوليت ترسره کړى ووپه دې برخه کې يې نه دکوم جابرپرواساتلې وه نه دکوم مشراودولتي واکمن
غټان غټان نېکان نېکان پـــــيدادي
دوى خوله ځايه جنتيان پيـــــــــــدادى
ځى !چـــــــــــــــــــې هغولره جنت وګټو
څوک چې له موره  دوزخيان  پيدادي
زه دهغه په فکرونوکې ډېروړاندې تللى وم رايادشول چې يوه ورځ ولسمشرکرزى پېښورته تللى په خبرکې مې واورېدل چې ولسمشرداسفنديارولي خان اواجمل خټک لېدوته هم دهغوى حجرې ته ورغلى پوه شوم چې خټک صيب په ملنګۍ کې هم دپاچاهانودسلامۍ وړوو
ملګري مې راباندې غږ کړ
خبريې ټول له خيره بشپړشو اوس به همداپه خبري سروېس کې خپورکړوکه دراډيوله خواکوم پيغام ووبيابه ورباندې ځانګړې خپرونه هم جوړه کړواوخپاره به يې کړوماهېڅ ونه ويل غلى پاڅېدم اوپه راډيوکې دخبرله اورېدوسره سره مې بياهم په غوږوباوررانه غى يوه غربي فيلسوف ښه ويلي چې دليکوال اوهنرمندياشاعرمرګ دهغه دويم ځلي ژونددى زه په دې وړه ليکنه کې نه داروښاددپېژندګلوۍ هڅه کوم اونه ورباندې کومه کره کتنه دايوازې ددغه سترانقلابي شاعرپه اړه زماتاثرات دي زه خټک صيب دپښتنوله سره لوېدلې شمله ګڼم بيانوکلونه بويه چې موږ دې يوداسې سترګورشاعراوسياستمدارولرو
اروايې ښاده اوپرګوريې نور
١٣٨٨سه شنبه شپه دسلواغې ١٩جلال ابادښار