دالله ج دلرې کېدو ۵ سببونه ترتيب او ژباړه : منيب الرحمن رحماني ۱- دالله ج نه پېژندل هو همداسې ده، څوک چې الله ج ونه پېژني دهغه دعبادت او دهغه سره دخبرو کولو نه خوند نشي اخيستلاي. يعني څوک چې ونه پېژنو نه غواړو دهغه سره تم شو ددې لپاره ښه بېلګه هغه کسان دي چې لمونځ په ډيره بيړه او ځغلنده کوي ځکه نه پوهيږي چې دچاپه حضور کې ولاړ دي. ځکه هغه رب العالمين چې ده ته يي ځمکه فرش او اسمان چت جوړ کړ، دخړو اوسپېرو خاورو نه يي ده ته رنګارنګ نعمتونو ورکړل ٬ دوچ لرګي نه يي ده ته رنګارنګ او خوندورې مېوې ورکړې دي هغه الله ج نه پېژني او ځکه دعبادت نه خوند نشي اخيستلاي اوعبادت ته دوام نشي ورکولاي. ۲-دعبادتونو نه ادا کول په نېکو عملونو او عبادتونو کې پاتې کس دجهنم دعذاب نه وېرېږي او او ناهيلي کېږي ځکه عبادتونه یی نه دي ادا کړي. کله چې دکړل شوې ګناه په اړه له کوم چا لږڅه دشک خبره واوري په دې هکله ارواپوهان د موسيقي په هکله ډېرې فتواواې او نظريي ورکوي نو ګنهګار شخص په دې فتوا کلک نښلي او دشیطان په فوج کې داخلېږي. ۳-ګناهونه او وسوسې ترسره شوې هره ګناه په زړه کې يوتور داغ جوړوي او د ګناهونو ددوام په صورت کې زړه ترهغه تورېږي ترڅو دايمان نور پکې پاتې نشي ددې خاطره په هره ګناه کې کفرته يو لارتللې. د ګناهونو ددوام او توبې نه کولو په صورت کې دګنهګار شخص له ګناه سره مینه پيدا کيږي او په عادت بدليږي بالاخره په هغه ګناه مينېږي. او هغه ګناه دده ديو ضرورت او احتياج شکل نيسي او نور ورته هيڅ ګناه غوندې نه ښکاري دوخت په تیریدو سره داسې وسوسې ورته پيدا کيږي لکه کې هيڅ ګناه نه وي او جزا ونلري دا حالت دهغو ځوانانو لپاره چې غربي مملکتوکې ژوند کوي ډېر خطرناک دی او شيطان ګنهګار داسې حالت ته رسوي چې دګناه نه انګار وکړي او دادقران ديو حکم نه انکار او نه منل دي او دا دکفر سبب کيږي. ۴- دمطلب او فايدې هيله ځینی خلک ددې لپاره عبادتونو ته مخه کړي چې کارونه يي سم په لار روان شي او کله چې عبادت هم کوي دنيوي کارونه يي هم خراب وي درسونه کې نابرياليتوب ٬ اقتصادي مشکلات ٬ ددعا نه قبلېدل نو عبادت پريږدي او بغاوت ته شروع وکړي. حال دا چې انسان په خپل خيراوشر نه پوهيږي کله چې مريض ډاکټر ته مراجعه وکړي او مشخصو درملو غوښتنه ترې وکړي نو ډاکټر دده په ضرورت پوهېږي يا هغه درمل ورکوي يا نور بل قسم درمل ورکوي يا يي بل وخت ورکوي يا يي هيڅ نه ورکوي ځکه ډاکټر دده لپاره دکوم تصميم نيولو او دهغې دنتيجې په اړه ښه پوهېږي. ۵- دآيندې او رزق تشويش چاچې الله ج په حقيقي معنا سره نه وي پېژندلي نو رزق دريس نه ٬ شفا دډاکټر نه او آينده له معلم نه غواړي يعني په اسبابو پسې ګرځي٬ دلته ده چې په تشويشونو او بې صبری اخته کېږي دآيندې غم پرېشانه کړي وي په دنيا کې هره کړنه اقتصادي يا امنيتي دځان په ضرر ګڼي د ژوند نظم او ترتيب او سکون يي له منځه ولاړ شي او خداي پاک يي هير کړي وي . الله هغه ذات دي چې ټول ګناهونه په يوه وار بښي پخپله خطا اعتراف کونکي دبښنې مستحق دی نو په هر حالت کې بايد خپل رب ته پناه وروړو. ترهرڅه مهمه دا چې لومړي خپل ايمان دتقليدي او ميراثي نه تحقيق ايمان ته واړوو او الله دهغه دټولو نومونو او صفتونو سره وپېژنو چې لري يې.
وروستي