د سرطان سببونه

ترتيب او ترجمه : منيب الرحمن رحماني   هرکال په نړۍ کې لس ميليونه خلک په سرطان اخته کېږي. د امريکا په متحده ايالاتو کې د مرګونو په سلو پنځه ویشت  د سرطان له امله رامنځته کېږي.   څنګه چې فکر کیږي چې سرطان اکثر د جنتيک او محيطي عواملو په نتيجه کې رامنځته کېږي برعکس نوي څیړنې د سرطان يو عامل دحجروی تقسيماتو د خطا په نتيجه کې راتګ  ښيي د خطاګانو ډيريښت  د عمر سره تړاو لري.  د ۳۱ مختلفو سرطانونو څخه يوازې ۹ دانې جنتيک او محيطي عواملو په سبب رامنځته کېږي.   د صحي ژوند په کولو سره کولي شو د هر لس سرطانونو څخه دڅلورو مخه ونيسو. د مثال په ډول دشرابو نه څښل ٬ دسېګرېټو نه استفاده ٬ منځني وزن ساتل او صحي تغذيې سره دسرطان خطر کمولي شو.   که محيطي عوامل په نظر کې ونيسو  دسرطانونو ۴۰ - ۴۵ فيصده پورې زيات وزن او خرابی تغذيې ٬ ۲۵ - ۳۰ فيصده پورې سېګرېټ ٬ ۱۵ - ۲۰ فيصده پورې دنورو مر يضيو  او پاتې نور : دحد نه زيات شراب ٬ سترس ٬ سپورت نه کول ٬ د چاپېريال چټلتيا او هوا خرابوالي.    دنامناسبې تغذيې ترټولو زيات دغو سرطانونو سره تړاو موندلي  لويو کلمو ٬  معده ٬ پروستات٬ پانکراس ٬ صفرا ٬ او رحم سرطان.   سرطان په لاندې غړو کې پيدا کېږي     مغز ۱ ٪ پوستکی ۱۰ ٪ تناسلي برخه نران ۲۰٪ ښځې ۸٪ سينه ۱۴٪ هاضمې سيستم ۲۵٪ تنفسي سيستم نران ۲٪ ښځې ۳٪ ځيګر او کيسه صفرا ۳٪ نور غړي ۸٪