تر مرګ مخکې يي بايد ولولې

تر مرګ مخکې يي بايد ولولې   ترتيب او ژباړه : منيب الرحمٰن. رحماني    موږ خپل وخت څنګه او چېرته تېره وو ؟ هغه کارونه چې موږ ته هېڅ فائده نلري او يا ډېره کمه فائده لري هغه ته ټول وخت ځانګړی کول او هغه کارونه چې په نه کړلو یې هم په دنيا هم په آخرت کې له سختو مشکلاتو سره مخامخ کېږو دهغه سره نه علاقمندي.    دمثال په توګه د يوه ۷۰ کلن شخص ژوند څېړو    ۲۶٬۳ کاله ددنيا لپاره په کار کولو کې تېر شوي    ۲۳٬۳ کاله په خوب کې تېرشوي    ۵٬۸ کاله په سفر او تګ راتګ کې تېر شوي   ۵٬۸ کاله په خوړلو او څښلو کې تېر شوي    ۲٬۹ کاله که مسلمان او مؤمن وي په لمونځ او تلاوت کې تېر شوي   ۲٬۹ کاله داحتياج بيت الخلا او حمام کې تېر شوي   ۱٬۵ کاله په مریضي او دهغې په تکاليفو کې تېر شوي   ۱٬۶ کاله په شخصي ژوند کې تېر شوي    اوس چې دې تابلو ته وګورو نو خپله بايد دځان نه پوښتنه وکړو چې په دې تګ او لاره چېرته ځو ؟  موږ ته ۷۰ کاله ورکونکي ته ۲,۹ کاله ورکول او دنيا ته ۶۷٬۱ کاله ورکول د کوم عقل او انصاف کار دی ؟    دعمر سرمايه ډېره کمه ده او ضروري کارونه ډېر زيات دي.  که خپله نړي او پکې خپلې مشغولتیاوې ددايرې په شکل ووېشو :   دزړه او بدن دايره ٬ دکورني او کور دايره ٬ د کلي او ولسوالي دايره د ولايت او هېواد دايره او بالاخره دنړي دایره.  اوس زموږ لپاره په اصل کې ترټولو مهمه دخپل زړه او بدن دايره ده خو موږ برعکس کار کوو موږ خپل ټول وخت او انرژي دکور کلي ٬ قومي ٬ سياسي ٬ کلتوري او بهرنيو دايرو ته ورکوو چې يا کمه يا هېڅ فائده نلري او ځيني خو يي هېڅکله زموږ مربوط کېږي نه.    کله چې د ځانکدن او يا داسې پښې سره مخ شو چې زموږ دخپلې دايرې يعنی زړه او بدن خطر پکې وي او اخري لحظې رارسېدلي وي نو په هغه وخت کې به د هېچا پرواه ونکړو او یوازې دخپل ځان دبچ کولو په فکر کې به يو.   دمرګ نېټه او اخري مهلت هیچاته معلوم نه دی . دهغې کاشکی او پېښمانيو نه مخکې چې بيابه هېڅ په درد ونه خوري لازمه ده چې همدا اوس دخپلې مهمې دايرې يعنی دخپل زړه او روح لپاره کار وکړو.    خپل ايمان قوي کړو فرايض ادا کړو سنت اداکړو او د ژوند لپاره چې کوم چوکاټ او قوانين ( قرآن کريم ) رالېږل شوي دهغه مطابق حرکت وکړو .   ستاسې ددعا په هيله