نوی میتود: په 30 ثانيو کې د وينې ګروپ معلومول

ایا تاسې د خپلې وینې ګروپ پیژنی؟ که نه یې پیژنی، نو موږ تاسې ته مشوره درکوو، چې ویې پیژنی، هغه دا چې په ژوند کې ځینې وخت داسې پيښې منځ ته راځي لکه د موټر ټکر، په بېلابېلو چاودنو کې ټپي کیدل او داسې نورو حالاتو کې مو د وینې ګروپ پیژندل ژوند ساتلای شي. د وینې د ګروپونو په هکله ډیرې لیکنې خپرې شوي دي، چې دلته یې په هکله څه نه لیکو او د موضوع اصلي برخه څېړو.
د وینې موجوده میتود نیمګړی دی، هغه دا چې د وینې د ګروپ څرګندولو لپاره باید د ناروغ وینه واخیستل شي او لابراتوار کې مالومه شي، چې دغه ټوله پروسه لږ تر لږه ۲۰ دقیقې وخت نیسي، چې کیدای دغه شل دقیقې د ناروغ او ټپې سره نه وي.
د چین د دریم پوځي طبي پوهنتون څیړونکي په دې بریالي شوي دي، چې د وینې د ګروپ مالومولو یو چټک -میتود(په ۳۰ ثانیو کې) احتراع کړي. دغه میتود ډیر اسان دی او خاصو وسایلو ته اړتیا نه لري: د کاغذ یوه کوچنۍ ټوټه په درې زونونو ویشل شوې ده: ASB، په منځني زون کې د ناروغ د وینې څاڅکی اچول کیږي، وروسته له ۳۰ ثانیو یو برخه(A یا B)زون زغون رنګ نیسي.
نور جزیات په ویډیو کې: