د سرطان ناروغي هره اوونۍ د هايټي د زلزلې د مړو په شمېر خلک وژني.

نوراحمد عايل
د روغتيا نړيوالې ټولنې اعلان کړى،که څه هم يو پر درېيمې برخې خلکو کې د سرطان ناروغي څخه دبچ کېدو امکان شته ،خو سره له دې هم په نړۍ کې هره اوونۍ د هايټي هېواد د زلزلې له امله د مړو شويو کسانو د شمېر په اندازه خلک ددې وژونکي ناروغۍ له امله له منځه ځي ، د روغتيا نړيوالې ټولنې وړاندوينه کړې ،چې له دريو برخو ديوې برخې د سرطان ناروغي درملنه، د روزنيزو پروگرامونو ، لازمي تدبيرونو او ښې درملنې له لارې کېږي ، خو په ډېرى مخ په وده او غريبو هېوادونو کې، داسې پروگرامونه او درمل يا خو کم دي او يا بېخي نشته،چې په دې هېوادونو کې داسې پروگرامونو او درملو ته نه لاس رسي هره اوونۍ د هايټي هېواد زلزلې له امله د مړو شويو په شمېر خلک سرطان ناروغي وژني.
د سرطان له امله هر کال د مړو شمېره تر ايډز،سيل، ملاريا او نورو ناروغيوڅخه ډېر ده.
د روغتيا د نړيوالې ټولنې د خبر پر بنسټ د سرطان په نړيواله ورځ د ١٢ ميليونه هغو کسانو چې هر کال په سرطان اخته کېږي ٤٠ سلنه ، به د ژوند د طرز په بدلولو او د سرطان څخه د مخينوي په خاطر د ځينو اړينو گامونوپه اخيستلو ، له دې ناروغۍ څخه وژغورل شي، خو
د اسوشيټډپرېس د ليکنې له مخې وړاندوينه کېږي چې تر ٢٠٣٠ زېږدي کال پورې به د سرطان ناروغۍ له امله په مړو کسانو کې ٤٥ سلنه زياتوالى راشي ، چې له امله به يې هر کال ١١.٥ ميليونه کسان ددې ناروغۍ له امله مري..
تېر ٢٠٠٩ کال ٧.٦ ميليونه کسان د سرطان ناروغي له امله مړه شوي وو، چې زياتره وگړي يې د غريبو هېوادونو وگړي وو.