نور زړښت نشته، د ځوانۍ درمل راروان دي

دهالنډ د طبابت اوساینس په برخه کې کاروپوهانوله ډیرو پلټنو وروسته داسي درمل کشف کړي چي هغه دانسان دزړښت اوبوډاتوب مخه نیسي اوزړه بیرته د ځوانۍ په نوښت بدلوي.
د څيړونکو يوې ډلې تر څيړنو وروسته داسې درمل کشف کړي چې په خوړلو به يي له څيرې زاړه خلک ځوانان شي.
ددې ډلې څيړونکي وايي چې په ديرش ډوله ويټامينونو کې يي د پوستکي د چملکۍ ضد درمل موندلي دی.
ويل کيږي ددې درملو په کارولو سره به د مغزو د زړښت سلولونه کم او ان ودريږي.
ددې ټيم سرڅيړونکي جنيفر لمون وايي:« زموږ څيړنې ډيرې مهمې دي، هیله من يو چې د زړو خلکو ډير ګواښونکې ناروغۍ هم تر درملنې لاندې ونيولی شو.»
ويل کيږي په دې ويټامينونو کې بي، سي ډي، اسيدفوليک، د شنه چای يوه برخه، د ماهي غوړ او ځينې نور مغذي توکي کارول شوي دي.
ويل کيږي د تل په څير دا درمل په موږکانو آزمويل شوي او پايله يي ډيره ښه وه.
ويل کيږي دې درملو ته چې د ځوانۍ درمل نوم ورکول شوی دی کولای شي ځينې نورې ناروغۍ لکه شکرې اوعصبي ستونزې هم تر خپل اغيز لاندې راولي.