په انګلستان کې کارپوهانو د پالکو نه غضله جوړه کړې ده

د انګلستان د ورچستر پلی تکنیک کارپوهان د يوې څېړنې په پايله کې په دې بریالي شوي دي، چې د عادي پالکو نه د زړه عضلې ته ورته غوښه جوړه کړي. 
 

پوهانو د دغې میتود لپاره د پالکو نبات ځکه خوښ کړی دی، چې د دغه نبات رګونه د زړه د عضلې رکونه ته ورته خواص او جوړښت لري. کارپوهانو به د پالکو دغه کوچني رګونه د انسان په مورني حجرو(stem cells) پوښل، چې په پایله کې به د پالکو پاڼې د زړه عضلې ته ورته په یوه غوښه بدلېدې.
څېړونکې په ډاګه کوي، چې دوی د پاڼې په رګونو کې د وینې حرکت ازمویلی دی او یوې ښې پایلې ته رسیدلي دي. دوی په دې باور دي، چې دغه نوې احتراع به په راتلونکي کې د مصنوعي غړو د کینولو په برخه کې د ډاکټرانو سره ډیره مرسته وکړي. کارپوهان په پلان کې لري، چې د بدن د نورو نسجونه د جوړولو هڅه هم وکړي.