نور عادي ترمامیترونه اړتیا نشته چې ټابلیټ ترمامیتر وي

ټوله ته مالومه ده، چې ورځ تر بلې زموږ چاپیریال د الکتروني وسایلو په یوه لویه زېرمه بدل شوی دی. هره ورځ مو د دغو وسایلو سره په بېلاپېلو چارو کې سر وي. دا هم یوه حوته خبره ده، چې دغه شیان پر موږ او زموږ پر ژوند مستقیمه اغېزه لري، چې ډیری یې منفي اغیزې دی.
د Daily Mail په ژورنال کې راغلي دي، چې د فرانسې یوه ډله کاپوهان په دې بریالي شوي دي، چې یو داسې ټابلیټ جوړ کړي، کوم چې د ناروغ په خطرناک حالت کې کولای شي د هغه د تودوخې درجه-تبه مالومه کړي.
دغه  اختراع د فرانسې شرکت BodyCap جوړه کړې ده او e-Celsius نومیږي. دغه ترمامیتر د کاپسول شکل لري او د ناروغ په بدن کې د دریو ورځو پورې وي او د خاص پروګرام او اپس په وسیله هرې ۳۰ ثانیې د ناروغ د بدن تبه مالوموي.
ټابلیټ -ترمامیتر کولای شي ډیر په دقیقه توګه د 25 نه تر 45 سانتي ګيراد درجې د حرارت لړ توپیرونه کشف کړي. سربیره پر دې، دغه اله کولای شي د ناروغ د تبې د لوړیدو په حالت کې ډاکټر ته احوال ورکړي، چې د ناروغ تبه د عادي حالت نه لوړه شوې ده.