د نړۍ اونيزې د خواشينۍ پيغام

په خورا خواشينۍ خبر شوو چې پښتنو خپل يو بل خواخوږى او لارښود مشر هم وبايلود!
هو!پياوړى شاعر،ليکوال او مبارز سياستوال اجمل خټک له دې نړۍ سترګې پټې کړې.
د نړۍ اونيزې اداره او ټول همکاران د دې ترڅنګ چې د ارواښاد خټک بېلتون يو لوى غم او تشه ګڼي،درنې کورنۍ،مينه والو او خواخوږو ته يې د جميل صبر غوښتنه او پر پل يې د ګام اخېستو هيله کوي.
روح دې ښاد او د پښتوپالنې او مېړانې جذبه دې يې ژوندۍ وي.
د نړۍ اونيزې اداره--ننګرهار