نوى كال مو مبارك شه

اى زما د وطن خلكو نوى كال مو مبار شه
ماشومانو او لويانو نوى كال مو مبارك شه
خويندو ميندو كونډو رڼدو نوى كال مو مبارك شه
ړندو گوډو يتيمانو نوى كال مو مبارك شه
مسافرو افغانانو د نړۍ په هره خواكې
محصلينو شاگردانو نوى كال مو مبارك شه
ملايانو طالبانو دولتي منسب دارانو
دهقانانو كارگارانو نوى كال مو مبارك شه
د جبهې په دواړو خوا كې جنگياليو شنو زمريانو
د وطن د مور بچيانو نوى كال مو مبارك شه
څوك د خاورې جوړول كاڅوك يې ولي په توپونو
د ټاټوبي معمارانو نوى كال مو مبارك شه
څوك جرگې كوي خپل منځ كې څوك د بل په سلا كاندي
پښتنو او تاجكانو نوى كال مو مبارك شه
روغه وكړى په خپل منځ كې دښمنان د ملكه هى كړئ
په افغان مين ځوانانو نوى كال مو مبارك شه
نن د جوړې اواز جگ كړئ چې د وينو بهير ډب شي
روغې جوړې ملكانو نوى كال مو مبارك شه
څوك چې بل ته كوهي باسي هغه خپله پكې لويږي
د ميهن همسايه گانو نوى كال مو مبارك شه
په شمال كې چې اوسېږئ په جنوب كې چې جنگېږئ
مزاريانو كندهاريانو نوى كال مو مبارك شه
غيرتمنو كنړيانو ځنگلو كې پشايانو
لغمانيانو ننگرهاريانو نوى كال مو مبارك شه
د پكتيا تاريخ ليكونكو پكتيكا كې چې جنگېږئ
د ميدان پهلوانانو نوى كال مو مبارك شه
د ډيورنډ په دواړو خوا كې لوى قومونه چې اوسېږى
اى د خپل مليت مشرانو نوى كال مو مبارك شه
لرو برو افغانانو په موږ باندې ډېرو گرانو
كه په كور كه په بديا يي نوى كال مو مبارك شه
پاس په غرو كې چې اوسېږئ په ربړو چې ربړېږئ
زحمتكش هزاره گانو نوى كال مو مبارك شه
وياله نوى كال راغلى غوټۍ بيا په غوړېدو دي
سرو خلكيانو پرچميانو نوى كال مو مبارك شه