
دبیرته ستنیدنې لپاره دکارت پرسر دوه سوه ډالره شول
درنو مهاجرو ورونو!
لکه څرنګه چې خبر ياست د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمشنرۍ پرېکړه کړې چې سږ کال به بېرته ستنېدونکو کډوالو ته د يوه تن په سر ۲۰۰ دوه سوه امريکايي ډالر ورکول کېږي، غواړو په اړه يې تفصيلي وضاحت ورکړو.
تاسې پوهېږئ چې تېر کال د کډوالو د بېرته تګ لړۍ ريکارډ کچې ته وختله او سږکال تر هغې هم د ډېرو کډوالو د بېرته تګ اټکل شوی دی. د افغانستان او پاکستان د پرله پسې غوښتنو په اساس د کډوالو عالي کمشنر تېر کال افغانستان، پاکستان او ايران ته سفر وکړ. د افغانستان حکومت، پاکستان او همدا راز د ايران حکومت تر څنګ په دواړو هېوادونو کې د کډوالو استازو په ټينګار سره دا غوښتنه مطرح کړه چې بايد هر کډوال ته لږ تر لږه ۴۰۰ ډالر ورکړل شي. د ملګرو ملتونو له همکارۍ مننه چې زمونږ دغې غوښتنې ته يې تېر کال د هو ځواب راکړ او په نتيجه کې يې په دې وتوانېدو چې يواځې له پاکستان څخه درې لکه اتيا ۳۸۰۰۰۰ راجستر کډوال افغانستان ته ستانه شي.
سږ کال هم د افغانستان د کډوالو چارو محترم وزير سيد حسين عالمي بلخي او په اسلام اباد کې د افغانستان لوی سفير او د ولس مشر ځانګړی استازی محترم زاخېلوال صيب د ډونرانو په کنفرانس او همدا راز د نړېوالې ټولنې له استازو سره دا موضوع په کراتو کراتو شريکه کړې چې بايد هر کډوال ته د ۴۰۰ ډالرو د مرستې لړۍ دوام وکړي. تر څو ټول کډوال بېرته وطن ته ستانه شي. د همدې لپاره د جنورۍ په مياشت کې په اسلام اباد کې د ډونرانو کنفرانس جوړ شوی و او همدا راز د فبرورۍ په لومړۍ اونۍ کې د جنېوا کنفرانس کې په ملل متحد کی د افغانستان اسلامی جمهوریت خاص نمایند ښاغلی محمود صیقل او د پاکستان د سفران وزیر ښاغلی قادر بلوچ لخوا همدا غوښتنه په ټينګار مطرح شوه. د فبرورۍ په ١٤مه نېټه د افغانستان او پاکستان تر منځ په دې هوکړه وشوه چې همدا غوښتنه به د ملګرو ملتونو د عالي کمشنرۍ سره بحث کوي، چې د فبرورۍ په ١٥مه نېټه په درې اړخيزه غونډه کې مطرح هم شوه. ملګرو ملتونو د دې لپاره چې کافي اندازه فنډ پيدا کړي او سږ کال هم کډوالو ته په هماغه اندازه مرسته و رسوي نو يې د مارچ مياشت مهلت وغوښت او له امله يې د بېرته تګ پروسه له ځنډ سره مخ شوه.
د افغانستان د کډوالو د بېرته تګ لپاره يې د سوډان، يمن او صومالیه د کډوالو څانګې څخه بوديجه را نقل کولو غوښتنه وکړه او همدا راز يې په تکراري ډول له ډونرانو سره اړيکه ونيوله. خو بدبختانه د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمشنرۍ په دې ونتوانېده چې کافي بوديجه پيدا کړي. د هغوی په خبره چې دا مهال ټوله نړۍ د کډوالۍ له بحران سره مخ ده او لومړيتوب د سوريې، يمن او عراق کډوالو ته ورکول کېږي چې تازه د جګړو له امله مهاجر شوي او په نهايي بد وضعيت کې ژوند کوي.
درنو کډوالو!
د تېر په څېر بيا درڅخه احترامانه هيله کوو چې په غير رسمي شايعاتو او اوازو باور مه کوئ. سږ کال به د کډوالو د بېرته تګ لړۍ رسما د اپرېل د مياشتې له لومړۍ نېټې څخه پېلېږي او هر کډوال ته به ۲۰۰ امريکايي ډالره کومک ورکول کېږي. بايد په پام کې ولرئ چې روان وضعيت نور د کډوالو د پاتې کېدو لپاره سازګار نه دی او ښه به وي چې ټول کډوال ورونه سږ کال ژر تر ژره خپل هېواد ته ستانه شي. په خپل وطن کې مو عزت دی او ابرو مو خوندي ده. هسې نه خدای مکړه بيا د تېر کال په څېر د سیاستونو قربانی ..... او په يخ ژمي کی به وطن ته ستنېږئ، تر هغې دا ښه ده چې سر له پسرلي څخه خپل هېواد ته د تګ بسترې وتړئ. د سږ کال مرسته هم کافي اندازه مرسته ده چې تاسې پرې بېرته تګ او څه وخت ګوزاره کولی شئ. د دې هيڅ ضمانت نشته چې دا مرسته به بل کال ته دوام وکړي او که نه. د خلکو په بې ځايه افواهاتو خپل ذهن مه مشوش کوئ. تاسې خپل هېواد ته د بېرته تګ پرته بله هيڅ مناسبه لار نلرئ. همدا مو د ښې راتلونکې او باعزته ژوند لاره ده.
درنښت
خپل وطن ګل وطن