ځينې ملایان د نوي کال په هکله څه وایي!

دلته هره ورځ چاودنې کیږي، هره ورځ د باروتـو لوګي پورتـه کیږي، هره ورځ د مظلوم حق خوړل کیږي، هره ورځ شنه ځنګلونه قطع کیږي، په جوماتونو کې چاودنې کيږي، تنکی پیغله سپین ږیري بوډا ته وادیږي، ښوونځی او پوهنتون جرم ګڼل کیږي د قومونو ترمنځ نفاق زیاتیږي، سړکونه، پلونه اوپل چکونه په ماینونو الوزول کیږي،ښځه د غوا، میږې،نومرېاو ځمکي غوندې په لوړ نرخ پلورل کيږي، په ماشومانو جنسي تیري کیږي، ماشومانې له ښوونځی منع کيږي، په ښوونځيو او د ښوونځيو په لارو کې، تېزاب پرې شیندل کیږيزوراور په کمزوري تیری او تجاوز کوي.
ناوړه دودونو تربل هر وخت زور اخیستی!د حج نه د راتلو مصرف زیات شويدی، د واده مصارفاتو اوولور خلک تر پوزې راوستي، د پوهنتون له فراغت وروستهخلک يو محصل ته د يو موټر پر ځای لس موټر ګل پوښهکوي.
په کلیوالي سیمو کې دعوې او لانجې حد نلري، ځوانانو په چرسو، اپینو او تریاکو مزې جوړې کړې.
د مړي ډوډۍ غریب کلیوال ته سر خوږی جوړ کړئ، په هدیرهکې ورته د سقات، جاینماز، ملا برخه امام برخه د جومات برخه
او مدرسې برخه لویه ستونزه تمامیږي، دا ځکه له یوې خواد خپل خپـلوان په مـرګ ژاړي او بـل طرفه خپل غربـت او بېوسـی ته اوښــکې تویوي، ځکه  نوموړي ســتونزو دودیز شکل غوره کړئ!
خو زمونږ د معاشرې ځينې ملایان یې په هکله هېڅ هم نه وایي، نه پوهیږم، چې زمونږ ملایان د نوموړو مسایلو په هکله پوهوی نلري؟د یادوستونزو او مشکلاتو څخه خبر ندي؟ او که نوموړي ستونزې ورته اهمیت نلري؟خو هرکال چې د نوي کال ورځې رانږدې شي د ځینو ملایانو لخوا داسې انګیزې خپریږي چې د نوي کال لمانځل حرام او کفر دی.زه دا نه وایم، چې د نوي کال لمانځل به حرام او یا کفر نهوي،  خو دیته ورته نورې ډېرې ستونزې شته چې د ټولنېلپاره یې ستونزې زیږولي او ناروا هم دي، خو ملا یې په هکله هېڅ هم نه وایي.
نو پکاره ده چې ستره محکمه د حج او قافو وزارت خپل  دریځروښانه کړي که رښتیا د نوي کال لمانځل کفر وي  نو هېوادوالو ته د ووایي چې ددې ورځې له میلې څخه تېر شي، ځکه افغانان شکر الحمد الله مسلمانان  دياو په اسلامي ټولنه کې ژوند کوي، افغانانو ته د نوي کال لهمیلې څخه اسلام غورهدی ځکه تل یې د اسلام لپاره قرباني ورکړيده.او که بیاهم که د نوي کال ميله تاریخي ارزښت لري او کوماسلامي ممانعت نلري بیا د هم د ستر محکمې حج او قافووزارت پریکړه وکړي چې ولسونه یې پرهغه لار ګامونه واخلياو کني دا ستونزه به د وختپه تېرېدو سره نورې ستونزې وزیږوي.