ادب صنعت دى

ادب صنعت دى
دژونددپېښواوواقعاتوپه باب ليکوال داسې مثال لري لکه يوانځو ګرچې دمشاهدواومنظروپه باب يې چې يورسام اوعکاس لري اوهغه څه عکاسي کوي چې خپله ددوى اوننداره کوونکودپام وړوي دهرهغه څه عکاسي کول چې موږ يې وينوپه زړه پورې نه وي خوزموږ په ژوندکې کله داسې پېښې رامينځ ته کېږي چې چې زموږ خپله پاملرنه ځان ته نه شي رااړولى خو لړپېښې بياډېرې مهمې وي اودځينوعواملوپه پايله کې مينځ ته راځي چې نه يوازې زموږ پاملرنه ورته رااوړي بلکې په موږ اغېزهم کوي خوريالست ليکوال همدغه پېښې په ژوندکې راټولوي اويوتربله رابطه سره ورکوي اوديوفلم غوندې ديوه لوستونکي مخکې اېښودل کېږي اوديوه ټولنې واقعي برخليک په کې تمثېلېږي چې دلوى ادبي صنعت ته تخليق اواېجادوايي نودداسې پېښوتمثيل په ژوندکې ډېرليدل کېږي نوځکه اثرريالست اوليکوال يې ريالست دى خودځينوټاکلواشخاصوپه واقعي ژوندکې دغسې پېښې موجودې نه وي خوځينې ليکوال خپل ادبي تخليق داسې بيانوي چې په دې باب دروسي نامتوليکوال تورګنېف نظرداسې دى .
زه خيال کوم که څوک مې په څنګ کې ولاړوي اوخبرې راسره کوي اوزياتوي ترڅودهغوسره داسې اشناشم لکه ديوه خپل پخواني دوست سره نوکله به يې هم ليکنه اثرراباندې ونه کړي اودليکنوخواته به يې ميل ونه کړم
يوه بل ليکوال اېبېنسن وايي چې ترڅودهېرو وروستۍ تڼۍ ونه وينم اوغږ يې وانه ورم ترهغې داثرپه ليکلوپيل نه کوم اوتولستوى په دې اړه خپل نظرداسې څرګندوي ((داثردليکوالۍ په وخت کې ډېرکړېږ م اونه پوهېږ م چې څه وليکم اوڅه ليکلى شم . دليکلوپيل مې ډېرځوروي ځکه چې په مېليونونو کې ديوه کس غوره کول اسانه کارنه دى .خوپياوړي ليکوالان بياپه خپل صنعت اودتخليق کې داسې پېښې بيانوي چې لوستونکوته واقعت غوند ې ښکاره شي خودغه داستعدا ددهرچاسره نه شته ځکه په کاغذباندې يواز ې دتوراوکرښوپه ليکلوڅوک ليکوال کېداى نه شي دليکوالۍ يوه ځانګړتياداده چې هغه فکرچې په کې بيانېږي په داسې کلمواوالفاطوکې واچول شي چې لوستونکى اواورېدونکي ولړزوي اواحساس په کې راوپاروي کسان دغه پېښې په منحرف ډول درک کوي اودبيادغه پېښې په الفاظواوعباراتوکې ځاى په ځاى کوي چې په دې توګه ژبې ته يومنحرف اثر مينځ ته راغى په هرصورت دليکوال اثرهغه وخت باارزښته وي چې دده دخپل ژوندپه تجربوولاړوي په دې صورت کې ورنه باور ي اويورېښتينى اثرجوړېداى شي
له ادب سره دلوستونکي اړېکې
په دې کې شک نه شته چې ديوه ليکوال مخاطبين ټول ټولنه اووګړي دي اوهرڅه دهغو ى لپاره ليکي نوپه دې لحاظ بايديوه ليکنه ددغه خلکوسره پوره اړيکه ولري اودهغى له زړه ته لاروکړي ياتريوه حده خپل ځان په کې ورته ښکاره شي ځينې پوهان داهم وايي چې ادب دټولنې اوټولينزژوندسوچه اوپاکه هنداره وي چې رنګ يې دټولنې په لاس جوړېږي له وګړي سره دادب اړيکې په دې پورې اړه لري چې ترممکن حده پور ې ادب بشري اړتياوې پوره کړي که ادب ديوه ښکلي هنرپه بڼه څرګندشي اوبيان دويو ې وسيلې په توګه چې مهمه موضوع يې په بشرکې دښکلادحق څېړنه هغه اصول بېلابېل اهداف او داهدافوتوفيردى چې په دې اړه در ې موضوع ګانې دبحث وړګرځي چې دادب بايد
1. ښکلي وي
2. لطيف وي
3. اوعالي بڼه ولري
که ووايوچې ادب تعبيردى نودادبي ښکلاپوهنې علم داحساس دانتقال لومړى نظريه څېړي ولې کله کله عاشق دې ته هم مجبورېږي چې دخپلې معشوقې دسپي احترام هم وکړي لکه افغان ريالست ولسي شاعرملنګ جان چې وايي
که دياردکوڅې سپى وي اوزماپه طرف راشي
په خوښۍ به ورته وايم چې باداره پخيراغلې
دټولنې اودادب داړيکوپه باب دوه نظريه سره په جګړه دي چې يوه رواني اوبله ټولنيزه نظريه ده يوه ډله وايي چې ادب دوګړوروح تعبيروي اوبله ډله وايي چې دټولنې دژوندتصويردى په هرصورت په دغه موضو ع دومر تاکيدنه کوو خودومره وايو چې په هرچاکې دښکلاحس موجوددى خپله ښکلااويوادبي علم دى