
ادب اوبشري ارزښت
دنړۍ دبېلابېلوولسونوترمينځ چې څومره ټولنيزوکلتوري اواقتصادي تخنيکي اودژوندپه نورچاروکې اړيکې سره ټينګې شوې هماغومره ديوه ولس دادب سر ه دنوروولسونووګړي هم اشناشوي دي ددغواړيکو په پراختياکې دنړۍ سترليکوالان هنرمندان اوشاعران اونورديوه ولس نه بلکې دټول بشريت غړي شامل ګڼل کېږي لکه هومر، شکسپېر، ګوېته ، خوشحال انور... دغسې ليکوالان نه يوازې دخپل ولس سره بلکې دنوروولسونوسره هم قدراوعزت لري .
په ادب کې دمليت ترڅنګ دبين اللمليت اوبشريت ارزښت هم راټوکېږي دادب تيورۍ کې مليت اوبين اللمليت سره يوتربله څه نسبت اوتناسب لري دبېلګې په ډول وايوچې هرولسي ادبي شهکاراوپه زړه پورې اثربشري شهکار اوپه زړه پورې اثرکېداى شي ؟
ځواب يې هودى ځکه چې ترڅوچې يواثريايوادبي شهکارملي ارزښت ونه لر ي هغه هېځکله نړيوال ارزښت نه شي پيداکولى په دې چې دليکوال دزانګواودخاپوړوځاى خپله ولس دى اوکله جې په دغه زانګواوچارپېريال کې لوى شو اوبياخلکوته محبوب اوعزتمندشو په هغه وخت کې دبشريت دې ټولنې ته لارموندى شي .
هغه اثرچې اوسمهالي علايق ځانته کش نه کړي اوداوس زړونه ونه لړزوي هېڅکله دنړيوالوپام ځانته نه شي راړولى خوکله چې ادبي اثراوس ته محبوب شو نوپه هغه صورت کې له ولسي چوکاټه وځي اونړيوال ارزښت پيداکوي خوديواثردملي يانړيوال کېدو لپاره بايددټولنې هغه تاريخي شرايط په نظرکې ونيول شي دکوموپه اثرچې دده ادبي اثرمينځ ته راغلى دى ، مارکس دلرغوني يونان دلرغوني ادب دبشري ارزښت په هکله داسې ويلي دي
((دلرغونويونانيانوادب په داسې مرحله بديعې ميدان ګټلى دى چې بشريت لادماشومتوب په مرحله کې ووماشومان داسې هم وي چې نه وي روزل شوي اوداسې هم وي چې هوښياراوځيرک وي نولرغونې بشري ټولنې په همدغه دووکتګوريووېشل شوي دي په دوى کې نورمال ماشومان يونانيان وو دهمدوى په وخت کې بشري ټولنې پرمختګ وکړدلرغوني يونان ټولنې دخپلوتاريخي شرايطوپه اجازه په خپل داسې ادب مينځ ته راووړچې بشري ارزښت يې لرلو.
ښاغلى بلنسکي دبشري ارزښت په اړه ليکې
((دانساني اېډياموجوديت اوداد بدشمول په خواووپورې اړه لري دبېلګې په ډول څومره چې په يوه اثرکې داېډيايواړخيزه اومحدوده وي هماغومره اثرکورنۍ گڼل کېږي اوڅومره يې چې داېډياخواپراخه اوهراړخيزه وي هماغومره يې دبشري ارزښت لمنه پراخه وي ددې ماناداده چې يواثرچې څومره دخپل ولس دژوندخواوې راسپړېي هماغومره بشري ټولنې ته لارمومي خوهرادبي اثربشري ارزښت نه شي ترلاسه کولى ځکه چې په طبقاتي ټولنو کې يولړاثاروي چې ديولړخاصووګړوپه زوق ليکل شوي وي دخلکودژوندهنداره نشي کېدى
دويم داچې دځينوليکوالواېډيادومره دخپل ولس په چوکاټ کې محدوده وي چې دنوروولسونونظرنه شي جلبولى