افغان کرکټ ملي لوبډلې له ایرلنډ څخه دوهمه ۵۰ اوریزه پرله پسې لوبه وګټله

افغان کرکټ ملي لوبډلې یو ځل بیا وکولی شول چې د ایرلنډ هیواد د ملي لوبډلې څخه دوهمه ۵۰ اوریزه لوبه هم وګټي.
لومړی افغان توپ وهونکو لوبه وکړه چې حریف ته یې ۳۳۸ منډې موخه وټاکله، په توپ وهونکو کې اصغر ستانکزي د سلو منډو په پوره کولو سره تر ټولو ډېرې منډې تر سره کړې.
سیالې لوبډلې په ۴۷.۳ آورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځولو ۳۰۴ منډې وکړې چې ټاکلی هدف یې تر لاسه نه کړ او لوبه یې د افغان لوبډلې په ګټه وبایلله.
په توپ اچوونکو کې دا ځل بیا هم راشد خان ارمان وځلیده چې د مخالفې لوبډلې شپږ تنه یې وسوځول او د دوی د منډو مخه یې ونیوه، همدارنګه دولت ځدراڼ درې او ګلبدین نایب هم یو تن وسوځاوه.