پوهه او زده کړه تنها په ښوونځیواو پوهنتونونو پورې نه اړوندیږي، بلکې پوهه له بیلابیلو لارو ترسره کیدای شي، ځکه دویلو ده، چې زده کړه اخیستل او زده کړه ورکول په دوه ډوله چې یويې رسمي او بل غیر رسمي بڼې لري. په رسمي زده کړو کې ښوونځي، پوهنتونونه، ښوونیز مرکزونه اوداسې نور او غیر رسمي زده کړې بیلګه يې؛ په جوماتونو، کورونو، دکلي له مشرانو او دخلکو له معلوماتي تجربو څخه ترسره کیږي.
موږ په اوسني شرایطو کې څنګه ټولنه د پوهې په ګاڼه سمبال اویا هغه کسان چې زده کړې نه لري، د پوهې معلومات ور ورسو. خو که د ې لپاره یوه طرحه یا ستراتیژیک پلان جوړ کړو وخت ډیر نیسي بهتره ده، چې څومره چې پوهیږو، په هماغه اندازه خلکوته معلومات ورکړو، له ځان سره پوهه پټه ونه ساتو بلکې کوښښ وکړو، چې خپل معلومات دخولې له لار ې او یا په لیکنې بڼه خلکو ته ورسو، چې ګټه يې هم موږ ته ورسیږي او هم هغه کسان چې نه پوهیږي ورڅخه برخمن شي اوهمدارنګه تکرار دمعلوماتو پانګې په پیاوړتیا کې رغنده رول لوبولای شي، که چیرته موږ ډیر معلومات او پوهه ولرو، ولې پر ځای يې ونه کاره ؤ، په دې مانا چې موږ دجهالت په کنده کې ژوند کړی، نو پوه هغه څوک دی، چې د خپلو معلوماتي ذخیره په نورو وکار ه وي.
داچې موږ به ډیر څه زده وي، خو په دې زموږ نفس واک نه راکوي، چې څنګه زه دغه خپل ترلاسه کړي، معلومات په ډاګه کړم او ځیني چې نه پوهیږي، زما معلوماتو ته لاسرسي پیدا کړي او په داسې ځای کې وکاره وي، چې هلته به لوې غونډې او ناستي وي.
دوی ته وړاندیز داده، چې تاسو کوښښ وکړئ، خپل پوهنیز معلومات له هرڅه وړاندې خلکو ته ورسوئ، دمعلوماتو ساتل ګویا تاسو ته هیڅ ګټه نه کوي، که چیرې خپل معلومات خلکو ته څرګند کړل شي، نو دنوي معلوماتو ترڅنګ دوه برابره پوهنیز معلومات مو دڅیړنې، لوست او مطالعې په ترسره کولو زیاتیږي او پخواني معلوماتوته نورهم وده او تکیه ورکوي دنوي معلوماتو په اساس سړی ورو ورو هغه ځای ته رسوي کوم چې همدې شخص خپل معلوماتي پانګه په نورو خلکو لګولي اویا داچې پوهنیز ې خبرې يې په ناستو او محفلونو کې خلکو ته بیان کړي وي، نو دی يې تمه ولري.
ځیني شته چې ډیرکم معلومات لري، خو بیا ځيني ډیر پوهنیز معلومات ورسره وي، البته هرهغه څوک چې کم او یا ډیر علمي معلومات ولري، په هغومره اندازې چې دی څومره پرې پوهیږي خلکو ته دې څرګند کړي، ترڅو چې هغه چا زده کړي نه وي کړي، دوی لپاره په ورځنیو او په ځانګړې ډول په دیني مسایلو معلومات ورکړل شي.
راځئ، چې له خود واکۍ او محافظه کارۍ نه ځان وژغورو، که دا عادتونه زموږ فرهنګ ګرزیدلي وي، نو له ځانه يې لرې کړئ، ځکه دا دناکامۍ لامل ګرزي. ډیري کسان شته چې پوهه لري، خو عمل نه لري. په علم عمل انسان دبریا لوړو لوړو موخو ته رسوي، خو همدا نه عمل ددې لامل ګرزي، چې انسان د ناپوهۍ په تیارې کې ژوند وکړي. یانې همدا لویه بیلګه چې څرګندونې پرې وشوې، په دې دلالت کوي، چې اصلاْ هغه څوک چې پوهیږي او خپل پوهه په کار نه اچوي، په حقیقت کې علم يې ترلاسه کړی ولې عمل نه لري، نو که څوک په پوهې عمل ونه لري، هغه بیلګه په دې اکتفا کوي،لکه چې په خره بار کړي کتابونه وي او بس.
شیرمحمدامیني ستانکزی
وروستي