خبرتيا : ډېر خطرناک انټرنېټي ويروس جوړ شوى!

ليکنه: نوراحمد عايل
د مايکروسافټ او نورټون څخه په نوي رارسېدلي خبر کې ويل شوي، چې د Yahoo،Hotmail،AOL، او نورو برېښناليک کارونکو ته وار له مخه خبر ورکول کېږي ،چې يو ډېر خطرناک ويروس جوړ شوى دى. دا ويروس د يوه برېښناليک په پلمه ستاسو د ايميل انباکس ته درځي، نوټول برېښناليک کارونکي بايد هڅه وکړي ،چې که چېرې د پاورپينټ په فارمټ کوم برېښناليک په (Life is beautiful.pps) مانا( ژوندښکلى دى) په عنوان در ورسېږي ،مخکې له خلاصولو يې ډيليټ کړئ ،ځکه چې که چېرې مو مازې خلاص کړ،نو د برېښناليک په پاڼه به مو"It is too late now,your life is no longer beautiful"
وليکل شي چې له امله به يې ستاسې د کمپيوټر ټول هغه معلومات چې تاسې پکې ساتلي له منځه ولاړ شي ، اوهغه کس چې دا برېښناليک يې درلېږلى هغه به په دې وتوانېږي چې ستاسې د برېښناليک پټ لوزى(پاسورډ) پيدا کړي.
په همدې دليل د Aol سايټ هم په دې خبرې ټينگار کړى چې اوسني انټي ويروسونه يې د له منځه وړلو توان نه لري،نو بايد د برېښناليک په کتلو کې ډېر محتاط اوسئ.
دا ويروس يوه هکر،چې ځان (life owner) معرفي کوي؛ جوړ کړى دى.