«ملتونو ولې ماتېږي»کتاب چاپ شو

دا په نړۍ کې د بېوزلۍ او هوساینې په اړه د پراختیايي مطالعاتو په برخه کې یو کمساری اثر دی چې د دیارلسو کلونو تحقیق په پایله کې دوو امریکايي استادانو (دارون عجم اوغلو او جېمز رابنسن) په ګډه لیکلی، نظيم سمون ژباړلی او اکسوس کتاب پلورنځي چاپ او خپور کړی دی.
دا کتاب په نړۍ کې د حاکمې اقتصادي نا انډولۍ په اړه نوې تیوري او په زړه پورې بحثونه وړاندې کوي، چې پخوانۍ هغه یې ټولې چلنج کړې دي. دغه تیوري پر خیالي علمي افسانو (Science fiction) نه، بلکې له میلاده ۱۳ زره کاله مخکې په منځني ختیځ کې له لومړنیو تمدنونو نیولې تر نننۍ نړۍ پورې د دولتونو د سیاسي او اقتصادي بنسټونو پر مستندو څېړنو ولاړ ده.
مينه وال کولای شي ياد کتاب له اکسوس کتاب پلورنځي څخه ترلاسه کړي.