ریفران‌‌‌‌‌‌ډم د پنجاب تر نظر لاندې خیانت دی!

له شک او تردید پرته چې 
د پنجاب تر نظر لاندې او هلته د پنجاب په وجود کې د فاتا او د قبايلو د سيمو په نامه ريفراندم ستر خيانت ته لاره هوارول او ستره تاریخي تېروتنه ده!
په ياد ولرئ پنجاب به ریفران‌‌‌‌‌‌ډم ته په دې لاړ شي چې د بنو له قیامه تر دا نن او بیا په په ځانګړي توګه په روستیو درې لسیزو کې په پښتنو او بلوڅو کې چیرته چې د سر سړی وه وواژه او یا یې فراري او یا زنداني کړل او یو شمېر یې داسې و‌‌‌‌‌‌ډارول او د پاکستان اساسي قانون ته متعهد کړل او ایمل ولي خو لا دې ته هم حاضر شو چې د افغانستان پر ضد د پنجاب ټوپک په اوږه او د نیکه وطن په مقابل په ښکاره د جګړې اعلان
وکړي!
نو په داسۍ حالت ریفران‌‌‌‌‌‌ډم خیانت ته اصلی مشروعیت ورکول دي.
سوال داسې هم دی چې ریفران‌‌‌‌‌‌ډم په څه شي؟ ريفران‌‌‌‌‌‌ډم به کیږي خو د پنجاب له
وجوده پرته!
ریفران‌‌‌‌‌‌ډم به کیږي خو سوالانه به روښانه وي او هغه دا چې د پلار نیکه وطن افغانستان سره بیرته یو کیدل غواړئ او که مستقل خود مختاره. واحد پاتې کیدل او يا هم پښتونخوا جوړول؟
د بل لوبه او د بل ټوپک!
خبر یاست که نه؟ خوښیږي مو که نه؟ خو په دغه خبره دقت کول په كار دي چې په روستیو څلورو لسیزو کې افغانستان او سیمه د عربستان د باچاھي کورنۍ د امنیت او د سر د ساتلو قرباني شوې ده.
عوامل به نور هم وي خو داعامل هم د پوره پوره دقت وړ دی.
کله چې د سعودي حاکمیت د امریکایی منابعو د اوامرو د اطاعت سره موافقه کوي نو په مقابل کې ورته وعده ورکول کیږي چې ستاسې د سر ځامن به مونږ یو.
په دغه جوړ جاړۍ کې یوکار هم دادی چې دعربستان او د نورو متحابه حکومتونو پر منقادو حاکمانو به فشار په هر قیمت کم شي. په کار ده چې ددغو حاکمانو پر مخالفینو فشار زیاد د پردغو حاکمیتونو د هغوی د مخالفینو د فشار کمولو تدابیر او په دې توګه د نفتو له څاه ګانو د جهاد او غزا آواز لېرې وړل پکار دی.
نو ددغه کار لپار هلته لېرې سیمه یعنې افغانستان او هغه سیمې ته دا د مقدسې غزا پلویان وړل په کار دي. هلته به بیا کیدای شي د اخوندي ایران پر ضد هم د فشار د وسیلې په توګه د ضرورت او اړتیا په وخت کې وکارول شي او فلسطين مسأله به هم د اخبارونو له سرخطه واویږي.
نو همدا ده چې بن لادن او نورجهادي قوتونه دغه سیمې ته استقامت ورکول کیږي او په دې توګه جنګ زمونږ کور ته راوړل کیږي. زه تعجب کوم او تعجب مې کاوه چې افغان حکام په ‌‌‌‌‌‌ډېره سادګی د دغه حاکمانو نه غوښتل چې افغانستان کې د سولې ممد او همکار شي.
زه ددغه بحث هغه جوانب چې څه مو په ګټه او څه په تاوان او چا عمدا او قصداً دغه د پردو لوبه ولوبوله او پر چا تحمیل شوه، بحث نه کوم، خو د حوادثو ریښتنی انځور ته ستاسې پام اړوم ترڅود حل په لاره او د بحرانه نه د وتلو په لار کې متناسب، موثر تدابیرو باندې پام او دقت وکړای شو. که مو د افغان ولس او عالم اسلام دغه ریښتنی انځور خپل نه کړ او پر متخلفو ابعادو مو ځان پوه نه کړ او دده په رڼا کې مو د وتلو لارې و نه لټولې نو پایله به همدا وي چې وایي: دلته دغه جنګ د نیم قرن لپاره ‌‌‌‌‌‌ډيزاین شوای دی.
حالت دغه دی حالت.
دغه لوبه کې دایرکتران، اصلي لوبغاري، تمویلوونکي او د سوخت لرګي او سربازان معلوم دي. هو مونږ سربازان، ټوپک او جګړه د بل ده!
هو که افغان مشران ( طبعي مشران، نه دا تپل شوي) د قضایاو په دغه اعماقو ځان پوه نه کړي دا تراژيدي به نورې سترې قربانی د افغان ولس له لیکو ولري او ګناه به یې ددغه مشرانو او مخکئانو په غاړه وي! تاريخ مو څاري!