افغان کرکټ ملي لوبډلې د دریم ځل لپاره ایرلنډ ته ماته ورکړه

افغان کرکټ لوبډلې د دریم ځل لپاره هم د ایرلند کرکټ لوبډلې ته په ۲۰ اوریز سریز کې ماته ورکړه او د بریا جام یې خپل کړ.
په یادو لوبو کې د ملي لوبډلې دغه یوولسمه پرله پسې لوبه وه چې د ځان په ګټه یې د ۲۸ منډو په توپیر په اتلولۍ سره پای ته ورسوله.
افغان لوبډلې سیال ټیم ته ۲۳۳ منډې موخه وټاکله چې په پایله کې یې سیالې لوبډلې ونه شول کولی یاد هدف پوره کړي او لوبه د افغانستان په ګټه پای ته ورسیده.
افغان لوبغاړو هر یو نبي عیسی خیل ۸۹، شهزاد محمدي ۷۲، او عثمان غني ۲۳ منډې جوړې کړې چې د توپ وهونکو له ډلې محمد نبي عیسی خیل د لوبې بهترین لوبغاړی او راشد ارمان د ۹ لوبغاړو په سوځولو سره د بهترین توپ اچوونکی وپیژندل شول.