کینه یو منفي احساس دی او ګڼ خلک وخت په وخت د حسد احساس کوي، او حسد یا کېنه په زیاتو بڼو منځ ته راځي لکه: په نورو د بریالیتوب نه لوریدل، په دوامداره توګه د ځان په مقابل کې د چاپیریال معیارونه ټاکل، ناوړه او ناډاډه احساس کول، او په ځان ټیټ یا افراطي باور درلودل. هغه خلک چې په ذهن کې د حسد غښتلي احساسات لري په ژوند کې لویو موخو ته نشي رسیدلی. دوی هر ډول حالات د چاپیریال سره پرتله کوي، او د ځان په اړه یې اصلي قوت او مينه تل هېره وي.
دا اړینه ده تر څو د نورو د نېکو کړنو څخه زدکړه وکړو. هغه خلک چې زموږ په شان دنده او پیسې لاس ته راوړي، د دوی ارزیابي او پټه کینه به موږ ته څه ګټه ورسوي؟ په یاد ولرئ، چې کینه شخصي او مسلکي اړیکې دواړه زیانموي، او د نورو خلکو په اړه موږ ته منفی مفکوره راکوي. ټول داسې افکار زموږ په شخصي ژوند کې د بریالیتوب په لار کې د لوی خنډ لامل کیږي. هر انسان په دې نړۍ کې ځای لري او دا يې انساني حق دی تر څو وده او پرمختګ وکړي. موږ په حسد سره د هېچا د ترقۍ مخه نشو نیولی. موږ باید خپلې پیاوړتیاوې او کمزورتیاوې ومنو او د نورو د بریاوو او پیرزوینو قدرداني وکړو.
خپل چاپیریال چې څه ډول دی همداسې یې قبول کړئ، نور دې ته وهڅوئ تر څو پرمختګ وکړي او دا انګیزه ورکړئ چې د اړتیا په وخت به یې مرسته کوئ. که ستاسو کوم ملګری په خپله دنده یا تجارت کې بریالۍ وي، دوی په حقیقت کې په غیر مستقیمه توګه ستاسو مرسته کوي او د دوی بریا تاسو دې ته هڅوي تر څو لوی فکر وکړئ او په ژوند کې لویو موخو ته ورسیږئ. هرې کړنې ته د مثبتې زاویې وګورئ. هیڅکله حسد ته اجازه مه ورکوئ تر څو ستاسو ذهن ته لار ومومي، دا یواځې ستاسو وخت ضایع کوي.
د کینې په اظهارولو سره موږ د چا د پرمختګ مخه نشو نیولی. دا په حقیقت کې زموږ په ذهن کې خورا بد تخم شیندي او خپله مو ژوند د خفګان په لور وړي. د نورو د ناکامۍ ارزو مو خپله د زوال سبب کیږي. هیڅ کله د خپل چاپیریال سره ځان ارزونه مه کوئ بلکې لوی فکر وکړئ. که د پانګې اچونې په سکتور کې یاست نو د وارن بفټ سره ځان پرتله کړئ، که د ټکنالوژۍ په برخه کې شتون لری نو د مایکروسافټ او یا ګوګل بنسټګر سره د ځان ارزونه وکړئ.
د خپل ذهن په قاموس کې د «کینې» کلمه په «تشویق» تبدیله کړئ. دا به په واقعي ډول ستاسو سره مرسته وکړي تر څو مثبت فکر او لوی موخو ته ورسیږئ.
وروستي