( فإن مع العسر يسرا إن مع العسر يسرا …. ) یو لفظ ولې دوه ځله تکرار شوی !؟‎

 أَلَمْ نَشْرَحْ لَكَ صَدْرَكَ (1) وَوَضَعْنَا عَنْكَ وِزْرَكَ (2) الَّذِي أَنْقَضَ ظَهْرَكَ (3) وَرَفَعْنَا لَكَ ذِكْرَكَ (4) فَإِنَّ مَعَ الْعُسْرِ يُسْرًا (5) إِنَّ مَعَ الْعُسْرِ يُسْرًا (6) فَإِذَا فَرَغْتَ فَانْصَبْ (7) وَإِلَى رَبِّكَ فَارْغَبْ (8)  [سورة الشرح].
( فإن مع العسر يسرا إن مع العسر يسرا …. ) یو لفظ ولی دو ځل تکرار شوی !؟
قرآن کریم د الله أخري كتاب ىي او پدی ستر الهی فرمان کی داسی کوم تکرار نشته چی له فایدی او سر پرته هسی د لفظی توافق او برابرتیا لپاره راوړل شوی وی .
خو عموما د لفظ توکید او تکرار نو دغه بيا یو بلاغی Rhetoric اصطلاح دی چی خپل مشخص اهداف او کارول یی خپل سلیقه لری .
څنګه چی قرآن کریم په عربی ژبه باندی نازل دی او دا ددی ستر کتاب د خطاب وسیله ده نو ددغی ژبه ډیر مشخصات او بیلا بیل اسالیب لری  چی یو زنی عالی بلاغت او بیانی مړښت هم ده چی یو لفظ په څو سبک او تعبیر باندی د ځانله سیاق او اهدافو لپاره کارول کیږی .
د بلاغت یو نامتو عالم چی په شریف الرضی نومیږی وایی :‌
چی لفظی توکید په دو بڼړو ویشل شوی 
۱- اولنی لفظ تکرارول ( لکه صافی راغی صافی ) 
۲- چی داولنی لفظ د تقوی لپاره کارول کیږی او اکثرا روستی حرفونه سره په وزن کی یو وی نو دیته بیا عربی کی د إتباع ویلی شی کوم چی بیا په دری بڼړو ویشل شوی .
ا- چی ددوهم تکراری ځانله ظاهره او واضحه معنی او مفهوم اولری لکله قرآن کریم کی چی راځی ۰هنيئا مريئا.
ب- یا داسی تکرار لفظ وی چی هیڅ معناوی نه لری او مهمل وی نو بیا د رواړلو هدف یی ظاهری د کلام او خبرو ښایسته کول وی او په ضمن کی د معنی تقویه لکه مثال کی وایو / شيطان ليطان . په پښتو کی لکه ټهیک ټهاک 
روغ جوړ . یا ورته استعمال .
ج- یا داسی تکرار لفظ وی چی د استعمالونکو په اند یومتکلفه او لیری معند پکی پروت وی او هسی یو تکیه او رواجی دود پیدا کړی وی / لکه خبیث نبیث 
په پښتو کی الا بلا . ټر پر . ګرم نرم . نو پورته مثال کی نبیث د خبیث په معنی ندی خو ولی لیری او متکلف معنی ورته لټول شوی . نبث الشر معناه استخرجه.
نو د خبث او استخراج یا ویستلو کی خاص ارتباط‌ نشته صرف یو لیری او لازمی او تکلفی معنی تری مراد ده . لکه پښتو کی ټر یو شی دی او پر بل شی او الا یو شی دی او بلا بل کوم شی دی .
بله مهمه نقطه چی کله مونږ پورته اشاره هم اوکړ دا ده چی قرآن کریم کی اضافی او فضول او بی معنی لفظ‌ نشته چی یا د قافی د برابرولو او د کوم ځای د پوره کولو په خاطر راوړل شوی وی ځکه قرآن کریم د الله تعالی وینا ده نو څنګه ممکن وی چی الله رب العالمین دی اضافی توری چی اکثرا ادیبان او شاعران او لیکونکی د ضعف له وجی او د تعبیری تعجیز له وجی کاروی نعوذ بالله چی الله رب العزت هم دی مجبور شوی وی او کارولی وی . 
د الله کلام ټول جدی او ضروری او د ستر هدف او پیغام لرونکی دی .
تاسی محترم سؤال کی مهرباني كړی وو چی پدی آیه کریمه کی ولی جمله دوځلی راوړل شوی . (فإن مع العسر يسراً إن مع العسر يسراً).
نو بايد اووایم چی مفسرینو او سلفو دغه لطافت او لفظی ښایست او اشاره او تلمیح کشف کړی لکه مشهور مفسر ابو مظفر السمعانی یایی :‌
چی کله مشرکینو نبی کریم ته اوویل :‌ که ته غواړی چی مالداره شی نو مونږ به درته چنده اوکړو! خو دغه خبری دی پریګده نو بیا الله تعالی په خپل محبوب نبی مهربانی اوکړ اوویل :‌چی د هر سختی پسی اسانی ده او همداسی اوشول نبی کریم صلی الله علیه وسلم په اخلاص او دالله په خاص رحم باندی بیا فتوحاتو سلسلی شروع شوی حجاز او تهامه ( ریاض نجد او متعلقه علاقی ) او یمن او ډیر کلی او بانډی او ښارونه لکه شام او عراق د کسرد او قیسر خزانی او خپل د نبی کریم صلی الله علیه وسلم په لاس جوړ شوی بیت المال او خزانی ته سلګونه اوښان او اسنونه او زرهاو ګډی اوزی راغلی او بیا به کور کی هم پراښی راغله او د کال لپاره به خرچه او زخیره هم کیښود .
او د عربی لغت پوه عالم ابو یعلی الفراء وايي چی جمله او فقره كي كله نکره ( عامه بڼړه د لفظ‌) راشي نو دوهم لفظ د اولنی لفظ‌ په معنی نه وی . خو دي كله دغه منّكر لفظ معرف ( په مخصوصه بنړه په عربی کی د الف او لام سره ) ذکر او تکرار شی نو دوهم لفظ‌ بیا عین د اول لفظ په معنی وی . 
نو بناءً وايو چی د 
اول (….. يسرا .… څخه مراد د دنیا اسانتیاوی دی او د دوهم…. يسرا ..‌نه مراد د اخرات اسانتیا.
امام رازی په مفاتیح الغیب کی دغه پورته مساله هم نقل کړی خو ورسره یی بل قول هم راوړی ځکه چی د بلاغت بل عالم جرجانی دغه پورتنی د امام فراه خبره ردوی او د لغوی مفهوم څخه لګ لیری کڼړی .‌
نو بیا امام رازی دوهمه وجه نقل کړی او وایی :‌چی اولنی جمله د دوهمی لپاره تکرار ده / نه دا چی یو نه مراد ددنیا اسانتیا او د بل نه مراد د اخرت وی / او پدی مقصد راوړل شوی چی په زړونوکی دغه خبره ټنیګه کړی چی د هری سختی روسته اسانتیا ده .
ماوردی په خپل تفسیر النکت والعیون کی جالبه خبره کړی یایی چی :‌
۳ وجی دی دغی ایات کی 
۱- چی سخت چی مونږ ته سخت ښکاری نسبی سخت وی الله ته اسانه ده نو انسان دی اقدام اوکړی ځکه هر سخت الله ته اسانه ده .
۲- هر سختی ددنیا سره د اخرات اسانی نغښتی دی .
۳- هر سختی چی چاته ورپیښ شی ستر وی خو چی څوک صبر اوکړ او زغم نه کار واخلی نو اسانه ده او الله به ورته اجر ورکوی او الله به ورته قناعت ورکړی او په تقدیر چی پوره باور اولری او تینګ هوډ نو دغه مصیب ورباندی خپله اسانیږی . 
بيضاوي رحمه الله په خپل تفسیر کی نقل کړی چی د عسر ..‌.‌یا د سختی د …یسر …‌اسانتیا سره یو ځای ذكر كيدل ددی خبری واضح کونکی دی چی هر سختی پسی انانتیا نغښتی دی نو څنګه چی یو څه د بل څه سره یو ځای ذكر كيزي نو معلوميزي چی سره متقارب او نزدی دی نو څنګه چی لفظا یو له بل پسی دی نو همداسی په وقوع کی هم هر سختی د اسانتیا لپاره لاره وی چی سوچ پری اوشی . او هر اسانی د هر سختی عاقبت وی او په عامو ادبیاتو کی هم پوهان وایی چی الله درباندی کله ډیره سختی راوړی او سخت لاس دی بندیږی نو پوه شه چی دغه یی اخری ده او دی نه پس درباندی اسانی او خوشحالی راتلونکی دی د الله د حکمت مطابق د بشری ذهن او انسانی درک سره سم تر څو انسان د الله په رحم باندی خوشحاله شی او پوره فایده تری واخلی نو د هر نعمت نه مخکی یو ټنګی او سختی راوړی ځکه چی نعمت نعمت وی نو بیا ددنیاء د دار الامتحان او دمجازاتو او مكافئاتو د اصول سره ټکر کی وی نو اسلام او الهی نوامیس او تقدیر او دالله واړه کړنی په حکمت بسته دی نو کمال د لذت د رسيدګی لپاره مخی ته یو خنډ وی چی انسان خپل خوښی او Satisfaction کامله مظاهره اوکړی . الله ښه پوهیږی .
 
---------------------